لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لکي مروت:په جنازه کې د وسله والو په ډزو درې کسان وژل شوي


پولیس وایي دخیبر پښتونخوا لکي مروت سیمه کې دیوې جنازې په مهال د وسله والو ډزو کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي.

دخالي په ماسخوتن دلکي مروت ضلعې پولیسو پخپل یو بیان کې ویلي دا پېښه په ټپ تختي خیل سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې ده چې په سیمه کې د یو مړ جنازې ته ګڼ خلک ورټول شوي وؤ.

پولیس وایي په دغه مهال وسله والو جنازه کې په ولاړو کسانو ناتاره ډزې کړي چې پکې درې کسان وژل شوي دي اؤ تر ډزو وروسته وسله وال له سیمې تښتېدلي دي.

پولیس وایي پېښه د شخصي دښمنۍ په اساس رامنځته شوې ده چې تر اوسه یې په تړاؤ څوک نه دي نیول شوي خو وایي پېښه کې دککړو کسانو پرضد مقدمه درج کړل شوې ده اؤ دنیولو لپاره یې هڅې روانې دي.

لکي مروت دخیبر پښتونخوا هغه سیمه ده چې پولې یې د پنجاب دمیانوالي ضلعې تر څنګ د خیبر پښتونخوا ټانک، ډیره اسماعیل خان، بنو، کرک او قبایلي ضلعو وزیرستان سره لګېدلې دي.

په دې وروستیو کې لکي مروت کې د ناامنۍ پېښې سیوا شوي او دغلته په امنیتي ځواکونو د بریدونو ترڅنګ د پاکستان پوځ د عملیاتو په پایله کې د وسله والو د وژلو دعوې کړې دي.

د لکي مروت د قامي جرګې یوه غړي او سیاست مدار منصور کمال وي او ای ډیوه ته ویلي د ناامنۍ د لاسه شتمنو خلکو خپلې سیمې پریښودې او سره د خپلو کورنيو یې کډې وکړې او یوازې غریب خلک دغلته ژوند کوي.

هغه وایي ناامني د علاقې په کاروبار، روایاتو او تعلیم بدې اغیزې کړې دي اؤ په سيمه کې د وسله والو لخوا هم عام ولس د ګواښونو سره مخ دى.

په لکي مروت کې په دې وروستیو کې د ناامنۍ پرضد په ولسي کچه لویې احتحاجي غونډې شوې دي چې پکې وینا کوونکو ویلي داخاوره د ترهګرۍ زغم نه لري خو هغه وخت ضلعي پولیسو ویلي وو په ضلعه کې پولیس او نور امنیتي عسکر موجود دي د حلکو د خوندي ساتلو د پاره ګشتونه کوي او چاته به اجازه ور نه کړي چې د علاقې امن خراب کړي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG