لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا په کیلي فورنیا کې د خلکو په ګڼه ګونې ډزې شوي - لس کسان په کې مړه دي


واشنګټن - د امریکا د کیلي فورنیا ریاست په مونټیري پارک ښار کې د خلکو په ګڼې ګوڼې ګوله باري شوې او لس کسان وژل شوي دي. د لاس انجلس ضلعې د پولیسو ادارې ویلي چې د خالي/شنبې ماسخوتن په یو بالروم کې دننه چېرته چې خلکو نڅا کوله، دا ډزې وشوې. تر اوسه د دې حملې وجه نده معلومه.

شکمن وسله وال تن د پېښې د ځایه تښتېدلی او چارواکو د اتوار/یکشنبې په ورځ وویل چې پولیس اوس هم کوښښ کوي هغه پیدا کړي.

په ډزو کې لس کسان وژل شوي او لس نور زخمیان شوي چې په هغو کې د یو تن حالت ډېر د اندېښنې وړ بلل شوی دی.

د امریکا د مطبوعاتو ترمخه، ډزې د شپې لس بجو نه پس هغه ځای ته نږدې وشوې چېرته چې د چین د نوي کال د لمانځلو دستوره روانه وه. مانټیري پارک د لاس انجلس ښار د مرکز نه شاوخوا یوولس کلومټره لېرې پروت دی.

په سوشل مېډیا باندې داسې ویډیوګانې مخې ته راغلي چې زخميان په اېمبولنسونو کې هسپتال ته لېږدول کیږي او پولیسو د واقعې ځای کلابند کړی او ورته شاوخوا ولاړ دي.

د شنبې/خالي په ورځ، د دې پېښې نه وړاندې لسګونه زره کسانو د چینائیانو د نوي کال د لمانځلو په فېسټیوال کې برخه اخیستې وه.

د لاس انجلس ټایمز اخبار د پېښې د ځای سره نږدې د یو رېسټورنټ د مالک له قوله لیکلي چې د ډزو د یرې خلک د هغه رېسټورنټ ته هم ننوتل او ویل یې چې یو کس د ماشینګڼې سره په سیمه کې ګرځي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG