واشنګټن ــــ د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوتېریش وایي، د افغانو ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کېږي او دوی اوس په خپل وطن کې د جلاوطنو په څېر ژوند کوي. بل لور ته د اسلامي همکاریو سازمان په مارچ میاشت کې د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه کوي چې پکې به د افغانستان پر حالاتو هم خبرې کېږي.
انتونیو ګوتېرېش د فرورۍ پر شپږمه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه په نړۍ کې د سولې، اقتصادي حقونو او پرمختګ او له ټولشموله ټولنو سره سره پر نورو موضوعاتو هم خبرې وکړې.
ښاغلي ګوتېریش وویل، په افغانستان کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کېږي او وایي د طالبانو د سختو تګلارو له کبله چې دوی یې له ولسي ژونده شړلې دي په اوس وخت کې افغان ښځې او نجونې په خپل وطن کې د جلاوطنه خلکو په څېر ژوند کوي.
انتونیو ګوتېریش د افغانستان په ګډون په نړۍ کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو پر حالت اندېښنه ښکاره کړه او ویې ویل:
"موږ د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې له سخت فشار سره مخ یو. د ښځو جنسي او د زېږون حقونه او قانوني خوندیتوب په خطر کې دي، حتی په نړیواله کچه ځینې حکومتونه په څو اړخیزو خبرو کې د جنست د نظر د شاملولو هم خلاف دي."
هغه وویل، "جنسیتي برابري په بنیادي توګه د قدرت مسله ده او د نارینه وو تسلط بیا ځان ثابتوي، خو ملګري ملتونه د خپلو صفونو په ګډون په هر ځای کې د ښځو او نجونو د حقونو لپاره ولاړ او مبارزه کوي".
طالبانو لا د ملګرو ملتونو د عمومي مشر د دې خبرې په جواب کې څه نه دي ویلي چې ښځې او نجونې اوس په خپل هېواد کې د جلاوطنۍ ژوند کوي، خو سره له دې چې وایي ښځو او نجونو ته یې اسلامي حقونه ورکړي دي په حکومتي کابینه او سرکاري ادارو کې یې پر لوړو څوکیو هیڅ یوه ښځه نه شته.
د اسلامي همکاریو د سازمان یا او ای سي عمومي مشر حسین براهیم طاها وايي په افغانستان کې روان بدلونونه د فلسطین غوندې د دې سازمان د مجلس عامله د غیرمعمولي غونډې مهمه برخه ده.
ښاغلي طاها دا خبرې د فرورۍ پر پینځمه د سعودي په جده ښار کې د اسلامي همکاریو د اعلی چارواکو په هغه غونډه کې وکړې چې د دې سازمان د راتلونکې لویې غونډې په اړه پکې خبرې وشوې.
ټاکل شوې چې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو 49مه غونډه د راروانې مارچ میاشتې پر 16مه او 17مه په افریقایي هېواد موریتانیا کې جوړه شي.
براهیم طاها په خپل بیان کې ویلي چې د وړمې ورځې په غونډه کې د افغانستان لپاره د دې سازمان د استازي طارق علي بخیت له لارې د طالبانو له چارواکو سره د اړیکو له اړتیا سره سره هغوی ته ځینې سپارښتنې هم وشوې.
د اسلامي همکاریو سازمان د جنورۍ پر 11مه هم په افغانستان کې د روان بشري بحران په اړه په سعودي عرب کې غونډه کړې وه او د طالبانو له حکومته یې غوښتنه کړې وه چې د نجونو پر تعلیم او د ښځو پر کار د بندیز په اړه دې خپلې پرېکړې ته بیا کتنه وکړي.