لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان او افغانستان د بهرنیو کرنسیو په لېږد رالېږد نوي محدودیتونه ولګول 


واشنګټن - پاکستان او افغانستان پخپلو سرحدونو باندې د بهرنیو کرنسیو په لېږد رالېږد نوي محدودیتونه لګولي چې ترمخه یې تاجران وایي دا به د دوو ملکونو ترمنځ تجارت، د پخوا نه هم زیات اغېزمن کړي.

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو ریاست الوزرآ (صدارت عظمی) اعلان کړی چې پس د دې هېڅ څوک حق نلري چې د ائیرپورټونو د لارې "تر 5000 ډالرو زیات، او د ځمکې (سرحدونو او پولو) له لارې تر پنځو سوو (500) زیات ډالر په نقدي ډول له ځان سره وباسي."

د دې نه علاوه، طالبانو افغانستان ته د خطې د ملکونو کرنسۍ راوړل منعه اعلان کړي دي. په دې کې پاکستانۍ روپۍ او ایراني تومان هم راتلی شي، مګر ډالر د سیمې د هېوادونو په کرنسیو کې نه شمارل کیږي.

طالبانو دا فیصله هم کړې ده چې که څوک د دې اندازې نه زیات ډالر د افغانستان نه وباسي، نو سزا به ورکول کیږي. د پرېکړې ترمخه، د هر یو میلین ډالرو د لېږد سزا به یو کال قید وي، د یو میلین ډالرو نه د کمو نقدو د لېږد سزا به د هر یو لک ډالر په خاطر یوه میاشت قید، او د لک نه کښته نغده ډالر لېږدوونکي تر لسو ورځو پورې قید کېدلی شي.

بل اړخ ته پاکستان هم د خپلو سرحدونو د لارې د خارجي کرنسیو په وړلو او راوړلو پابندۍ ولګولې. د بلوچستان په سرحدي ښارونو کې ځایي تاجران وایي چې پاکستان تاجرانو ته اجازت نه ورکوي چې یو ډالر هم افغانستان ته ولېږدوي. همدا شان د چمن په سرحدي لاره باندې د پنځه لکه نه زیاتو پاکستانۍ روپیو وړل او راوړل هم منع کړی شوي دي.

افغانستان پخوا د پاکستان یو لوی تجارتي شریک ګڼل کېده، مګر اوس مهال د دغو دوو ملکونو ترمنځ د تجارت کچه ډېره راټیټه شوې ده او د تاجرانو په باور، اوس چې د کرنسیو د لېږد رالېږد محدودیتونه هم ولګېدل، نو پس د دې به د افغانستان او پاکستان ترمنځ تجارت نور نقصان هم وویني.

په افغانستان کې چې طالبان بیا واکمن شول، نو د نړېوالو بندیزونو په لړ کې د افغانستان بنکي سیسټمونه هم د پابندیو سره مخ شول چې له امله یې تاجرانو ته ستونزې راپیدا شولې. طالبانو پخپل حکم کې دا هم ویلي چې افغانانو ته په کار ده پخپلۍ کرنسۍ (افغانۍ) باندې راکړه ورکړه وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG