لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ائ ایم ایف اؤ پاکستان انلاین خبرې نن بیا پیل کیږي


ټاکل شوې دپاکستان اؤ نړیوالې مالیاتي ادارې ائ ایم ایف ترمنځ دنهمې ارزونې ورچویل خبرې اترې نن د زیات په ورځ یو وارې بیا کیږي.

دپاکستان دخزانې وزارت هیله ښودلې ده چې تر راتلونکې اوونۍ به دپور دپاتې پیسو ترلاسه کیدو لپاره دپاکستان اؤ ائ ایم ایف ترمنځ د مامورینو په کچه تړون ترسره شي.

خو دپاکستان دخزانې پخوانی وزیر حفیظ پاشا وایي که دپاکستان اؤ ائ ایم ایف تړون وشي نو بیا به هم پاکستان له اقتصادي ستونزو ونه اوځي.

دائ ایم ایف اؤ پاکستان ترمنځ دشپږ بیلینه ډالرو دپور دپاتې پیسو لپاره دنهمې ارزونې ورچول نني مذاکرات په داسې حال کې کیږي چې پاکستان دائ ایم ایف دشرطونو په اساس دتېلو بیعې لوړې کړي اؤ هم یې د170 اربو روپو د نوؤ تیکسونو لپاره وړوکی بجټ یوه ورځ وړاندې پارلیمان ته وړاندې کړی دی.

پاکستان دائ ایم ایف دشرطونو منل کیدو په اړوند مسوده په تېرو ورچویل خبرو کې دائ ایم ایف چارواکو ته وړاندې کړې وه خو ائ ایم ایف ددې مسودې دجاج اخستو لپاره تر ننۍ (زیارت/پنجشنبه) ورڅې مهلت غوښتی ؤ.

دپاکستان د خزانې وزارت سرچینو هیله ښودلې ده چې په ننیو خبرو اترو کې به معامله راجوړه شي اؤ دائ ایم ایف سره به د مامورینو په کچه تړون راتلونکې اوونۍ پورې ترسره شي.

پاکستان او ائ ایم ایف په 2019م کال کې پر شپږ اربه ډالرو پور سره جوړ شوي وو، خو پر مالیاتي پالیسۍ د اختلاف له کبله یې اسلام اباد ته پر یو ځای تر یو ارب ډالر د زیاتو پیسو له ورکولو ډډه کړې وه.

دا مهال پاکستان هڅه کوي چې د ورپېښو اقتصادي جنجالونو نه د ځان ویستلو لپاره دائ ایم ایف نه ورپاتې 1.3 اربه ډالر ترلاسه کړي خو ائ ایم ایف ورته ددغو پیسو ورکولو لپاره یو شمیر شرطونو ایښي دي چې هغې کې دتوانایۍ په څانګه کې رعایتونه ختمول اؤ د ټیکسونه لمنه پراخول شامل دي.

دپاکستان دخزانې پخوانی وزیر وایي دی فکر نه کوي چې ائ ایم ایف سره په تړون کیدو به پاکستان داقتصادي جنجالونو څخه اوځي.

دپاکستاني‌ ټيلي ويژن جیو نیوز په یو پروګرام کې دخبرو په مهال حفیظ‌ پاشا ویلي دي پاکستان درې،څلور ګامونه په یو ځای اخستي دي ،افراط زر به په څرګند ډول سیوا کیږي.

هغه وویل کومې برخې یا سیکټرونه چې ټیکس نه ورکوي ،حکومت باید په هغوی ټیکسونه لګولي وؤ خو دا چې په ټولو یې یو شان ټیکسونه سیوا کړل، دې ګام سره به ګراني په بیړه سیوا شي اؤ دګرانۍ کچه به لږ تر لږه 35 فیصدو ته ورسیږي.

نوموړي زیاته کړې ده چې که حکومت داکتوبر دمیاشتې نه ګامونه اخستي وؤ نو دای ایم ایف پروګرام به پځای پاتې شوی ؤ.

دحفیظ پاشا په وینا تر ستمبر میاشتې پورې پاکستان د ای ایف ایف په پروګرام کې ؤ خو تر دغه وخته باور سیوا نه شو اؤ دباور نه سیوا کیدو علت د بهرنیو اسعارو د ذخیرو غورځیدل دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG