لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغان طالبانو خپلمنځي اختلافونه ورو په ورو رابرسېره کيږي 


واشنګټن- د افغان طالبانومشران ډیر کم داسې لیدل شوي چې د خپل ستر مشر د اعلان کړل شوو پالیسیو سره يې اختلاف ښودلی وي.

خو د خپل منځي اختلافونو نخښې يې په داسې وخت کې سیوا شوي چې د تیر یونیم کال راهسې په واک کې د پاتې کیدو وروستو افغان طالبان په نړیواله کچه د خپل حکومت په رسمي ډول ورمنلو لپاره هڅې کوي.

د افغانستان نه د شوروي اتحاد د وتلو د 34م کلیزې د نمانځلو په وخت د طالبانو موقتي دفاع وزیز ملامحمدیعقوب دستوري ته ویلي طالبان دې هروخت د خلکو جایزې غوښتنې خامخا واوري.

د ملایعقوب وینا هغه طالب مشرانو غږ ته هوا ورکړې کوم مشران چې ډیر کم په ولسي کچه نیوکي کوي.

د طالبانو د حکومت مهم غړي او د داخله چارو وزیر سراج الدین حقاني د تیر اتوار په ورځ د کوم چا نوم د اخستلو پرته د خپلې ډلې په مشرانو د واک په غلط کارولو نیوکې کړې وې چې د هغه دغه وینا د ډلې په ستر خو خاموشه مشر هیبت الله اخوندزاده باندې نیوکې وګڼل شوې.

سراج الدین زیاته کړه حالات اوس نور د زغملو نه دي.

څو میاشتې وړاندې اخوندزاده د ښځو او جینکو په زدکړو او غیردولتي ادارو کې د ښځو په کار کولو د بندیز امر کړی و.

د طالبانو دغه پریکړه په ځايي او نړیواله کچه وغندل شوه. د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شینکۍ کړوخیل وایس اف امریکا ته ویلي د طالبانو ستر مشر بس په خپل سر پریکړې کول غواړي او تمه کوي چې هر یوتن دې دغه پریکړې عملي کړي د کومې نه چې اوس ځنې طالب مشران مایوسه شوي.

هغه زیاتوي نو ځکه طالب مشرانو خپل اختلافات ولس ته څرګند کړي دي. میرمن کړوخپل وايې د طالبانو سختې پریکړې د دوی لپاره ښې نه وې. دې وویل په افغانستان کې خلک نه دي خوشاله، نړیواله ټولنه مایوسه ده او د دوی حکومت هم په رسمي ډول نړۍ نه دی پیژندلی.

افغان طالبانو په کال 2021م په اګست کې واک تر لاسه کړو خو تر اوسه کوم هیواد هم د دوۍ حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.

نړیواله ټولنه غوښتنه کوي چې د طالبانو سره د بل هرډول خبرو نه وړاندې دې هغوي لمړی ښځو ته د زدکړو او کار کولو حقونه ورکړي.

د واک اخستلو ورستو طالبانو په ښځو سخت بندیزونه لګولي چې پکې د دوی په زدکړو، کار کولو او پرته د کوم ډیر نزدې خپل نارینه نه چرته په سفر کولو بندیزونه هم شامل دي. په دغې پرېکړو کې پارکونو او د ورزش ځایونو ته هم د ښځو په تګ بندیز لګول شوی.

میرمن کړوخپل زیاته کړه طالبان غواړي چې حکومت يې په رسمیت اوپیژندل شي، ورته نړیوالې مرستې ورکړل شي او د خارجي سرمایه کارۍ لپاره ورته لارې خلاصې شي چې خلک خوشاله او دوی په واک کې پاتي شي.

د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی سفیر ارل انتوني واین وایس اف امریکا ته ویلي په طالبانو کې داسې دړې شته چې غواړي د نړیوالې ټولنې سره اړيکو ته اهمیت ورکوي خو دغه طالبان په حکومت کې دومره اختیار نه لري چې دغه ډول پریکړې اوکړي خو دغه به بدلیږي.

په واشنګټن کې د څېړنې د یو غیر دولتې مرکز نیوامریکا نایب صدر پیټربرګن وايې د سیراج الدین حقاني لخوا د غير معمولي نیوکو نه داسې معلومیږي چې د طالبانو ترمینځ د واک په سر یو څه اختلافات شته.

نوموړی وايي د سراج الدین حقاني د وینا نه ورته داسې ښکاریږي چې خپل ځان د ګرده طالبانومشرۍ ته تیاروي.

ده زیاته کړه د طالبانو په حکومت کې د داخله وزارت او استخباراتي چارو مشري کول داسې مظبوطې څوکۍ دي چې ترې په اسانه د طالبانو مشر چیلنج کیدلی شي.

ښاغلی پيټربرګن زیاتوي ښاغلی حقاني د مرکزي طالبانو نه هسې هم لږ بیل دی ځکه چې د دوی زور د هیواد په سویل کې نه بلکه په ختیز او مرکزي افغانستان کې دی.

د امریکا په یو ايس ايي پي څېړنيز مرکز کې د افغانستان په چارو کار کونکی کیټ بیټمین وایس اف امریکا ته ویلي د طالبانو لخوا د ښځو په زدکړو او کار کولو بندیزونه د ګردې نړۍ نه په یو ځاۍ وغندل شوه.

دی زیاتوي د طالبانو مشرانو د دې ډول غبرګون ګمان نه کوو. ښاغلي بیټمین وویل نړیواله ټولنه اوس هم هيله لري چې طالبان خپل بندیزونه ختم کړي او ورسره د مذاکراتو دور شورو کړی شي.

"خو که چرې په افغانستان کې حالات هم داسې وي نو نړۍ لپاره به ګرانه شي چې د طالبانو حکومت سره کوم روابط وساتي".

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG