واشنګټن ــــ د میونیخ په امنیتي کانفرنس کې د لسو هېواونو د بهرنیو چارو ښځینه وزیرانو په افغانستان کې پر ښځو د طالبانو بندیزونه په کلکه غندلي او غوښتنه یې کړې چې په ولسي ژوند کې له ګډون سره سره دې د بشري مرستو په چارو کې افغانو ښځو ته د کار اجازه ورکړل شي.
د شنبې- خالي په ورځ دغو ښځینه وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې پر دې اندېښنه ښکاره کړې چې وایي طالبانو له ښځو ازادي او د تعلیم او کار حقونه اخیستي دي. په بیان کې ویل شوي:
"ښځې پارکونو ته له تلو منع شوې دي، نورې د ټیلیویژن پر سکرین هم نه لیدل کیږي، سکولونو او پوهنتونونو ته د تلو او تعلیم له حقه محرومې کړل شوې دي او اوس د بشري مرستو په څانګه کې له کار کولو هم را ګرځول شوې دي".
په دغو هېوادونو کې د البانیا، انډورا، بلجیم، کېنېډیا، فرانس، جرمني، ایسلېنډ، کوسوو، لیکټنسټاین، منګولیا او سلووېنیا د بهرنیو چارو وزیرانې شاملې دي چې د میونیخ په کانفرنس کې د ګډون په وخت یې دغه اعلامیه خپره کړې ده.
دغو ښځینه خارجه وزیرانو ویلي، طالبان د افغانستان د ابادۍ نیمایي برخه یعنې ښځې له ټولنیز ژونده باسي، چې وایي دا د بشري حقونو "ستره سرغړونه" ده او په دې کار سره د ټول هېواد راتلونکی له خطره مخ کوي.
"موږ په ګډه پر ښځو باندې د دغو بندیزونو د لرې کولو ږغ کوو، په ځانګړې توګه کله چې د بشري مرستو په رسولو کې د دوی د لازمي رول خبره راځي. دا به د بیړنۍ اړتیا له مخې د افغانستان له ښځو، ماشومانو او سړیو سره د مرستې بنیاد بیرته فعال کړي".
طالبانو تر اوسه د نړۍ د یادو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو غوښتنې ته څه جواب نه دی ویلی، خو دوې اوونۍ وړاندې کابل ته د ملګرو ملتونو تللي پلاوي هیله ښکاره کړې وه چې کېدای شي طالبان د تعلیم او روغتیا په ګډون په ځینو غیرسرکاري ادارو کې ښځو ته د کار اجازه ورکړي.
په ګډه اعلامیه کې د ایران د هغو ښځو او نارینه وو ملاتړ هم شوی دی چې وایي په "زړورتیا" سره د خپلو حقونو او ازادۍ لپاره هره ورځ مبارزه کوي.
د بهرنیو چارو دغه ښځینه وزیرانې وایي د افغانو او ایرانۍ ښځو مبارزه ښکاره کوي چې په کوم ځای کې ښځه خوندي وي هلته هر څوک محفوظ وي، وایي دا که په ایران، افغانستان یا د نړۍ په بل هر هېواد کې وي.
بل لور ته د نوبل د امن جایزې ته نومول شوې افغانې فعالې محبوبه سراج د میونیخ امنیتي کانفرنس ته له کابله د وېډیو لینک له لارې خبرې کړې او پر نړیواله ټولنه یې نیوکې کړې دي چې وایي له ستونځو د افغانانو د را ایستلو لپاره هیڅ پلان نه لري.
محبوبې سراج ویلي نړیواله ټولنې ته په کار دی چې له اوسنیو حالاتو د افغانانو په را ایستلو کې بیړه وکړي، ګنې وایي داسې یو په بل پسې ناستې او غونډې به هیڅ ګټه ونه کړي:
"په افغانستان کې دا وخت دوه حکومتونه دي، یو د ملګرو او له دوی سره د تړلو ادارو دی او بل د طالبانو دی. خلک په افغانستان کې مري، نو زه پروا نه لرم چې نړۍ څه وايي. هر څنګه چې وي له افغانستان سره مرسته وکړئ او موږ له دې حالته را وباسئ".
517 ورځې کېږي چې طالبانو تر شپږم ټولګي پورته نجونې له سکولونو منع کړې او د 20200م کال د دسمبر له 20مې په پوهنتون کې هم د ښځو تعلیم ځنډولی دی او د دسمبر له 24مې یې په غیرسرکاري کورنیو او بهرنیو ادارو کې هم د ښځو پر کار بندیز لګولی دی.