په افغانستان کې واکمنو طالبانو ويلي پلان یې جوړ کړی چې د ملک د اقتصاد ښه کولو دپاره د بهرنيو ځواکونو پخوانۍ پوځي اډې په ځانګړي اقتصادي مرکزونو بدل کړي.
د واکمنو طالبانو مرستيال وزیراعظم ملا عبدالغني برادر د اتوار/ یکشنبې په ورځ يو بيان کې ویلي، د هر اړخيزه بحث وروسته پرېکړه شوې چې د اقتصاد او صنعت وزارت به پخوانۍ پوځي اډې په لاس کې اخلي او دا به په ځانګړو اقتصادي زونونو بدلوي.
په دغه اړوند چې ډېر جزیات نه دي شريک کړل شوي خو ويل شوي چې په کابل او شمالي صوبه بلخ کې په دغو پخوانيو پوځي اډو به ازمايښتي کارونه پېل شي.
خو طالبانو نه دي ويلي چې دغه کار به کله پېلوي او څومره لګښت به پرې راځي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ويلي، د باګرام پوځي اډه به هم په اقتصادي زون بدله کړی شي.
باګرام چې د کابل نه شمال پله په 70 کلوميټره دی نزدې 20 کاله امریکايي ځواکونو اول د القاعده او بيا د وسله والو طالبانو ضد کارولی دی.
دغه پوځي اډه روس [پخواني سويت يونين] په کال 1950 کې جوړه کړې او د کال 1979 نه تر 1989 پورې یې په افغانستان د قبضې په وخت کارولې وه.
طالبان چې د کال 2021 د اګست په میاشت کې په افغانستان واکمن شوي د اقتصاد ښه کولو هڅې کوي، په داسې کې چې امریکې او لويديځ د افغانستان پرمختيايي فنډونه ودرولي دي په کومو چې د افغانستان اقتصاد اډاڼه وو.
د افغانستان د فنډونو ودرولو سره د دغه هيواد اقتصاد په ټپه ودرېدلی او وړاندې نه خراب بشري وضعيت پسې لا نور خراب شوی دی.
تيره اوونۍ نړیوال بېنک د کال 2022 د مالي کال په نهه میاشتو کې د افغانستان اقتصاد ته د ډاډ وړ ويلي وو.
نړيواله ټولنه د بشري حقونو د اندېښنو او ترهګرۍ ضد مبارزې په سر په افغانستان کې د واکمنو طالبانو په رسمیت د پېژندنې څخه انکار کوي.