اسرايل د شام په پلازمينه دمشق کې هوايي بريد کړی راکټې یې داغلي دي. د شام خبري ادارې سنا ویلي په برید کې پينځه تنه وژل شوي او د 15 پورې نور ژوبل شوي دي.
ویل شوي د اتوار/ يکشنبې په ورځ ترسره شوی راکټي بريد د يو امنيتي کمپليکس سره نزدې شوی دی، او په بريد کې د استوګنې ځينې ودانيو ته هم زیان اوښتی دی.
اسرايل د بريد په اړه څه نه دي ویلي.
رویټرز د استخباراتي سرچينو له قوله ویلي، برید د هغه امنيتي کمپليکس سره نزدې شوې چرته چې د شام اتحادي ايران اډې جوړې دي.
د شام پوځ ویلي، په دمشق کې په څو برخو کې بریدونه شوي او د ملکي وګړو څو کورونه پکې لګيدلي دي.
د شام د بهرنيو چارو وزير فېصل مېکداد ويلي، دغه بريد دې د بشريت ضد جرم وګڼل شي. په شام کې د شپږمې فرورۍ په زلزله کې د 5800 نه زیات کسان مړه شوي دي.
د رویټرز د خبر ترمخه دا په سمدستي توګه نه ده څرګنده شوې چې د اسرايل د بريد هدف کوم خاص کس وو، خو د لويديځ استخباراتو ويلي ښايي د بريد هدف د ايران د انقلابي ځواک لوجيسټکي مرکز وو.
ايران او روس د شام د صدر بشار الاسد سره پوځي او اقتصادي مرستې کوي. تهران او ماسکو دغه بريد غندلی او ويلي یې دي دا د سيمې امن ته ګواښ دی.