ترکیه او شام یو ځل بیا یوې زورورې زلزلې جړقولي دي او رپورټونه وایي 6.4 شدت په دې زلزله کې درې کسان مړه او په سلګونو نور ژوبل شوي دي.
د ګل/دوشنبې په ماسخوتن دا زلزله د ترکيې په جنوبي صوبه هتای او شمالي شام کې راغلې ده چې ګڼ شمیر ودانۍ یې ړنګې کړي او په سوونو خلک د ملبې لاندې ګیر شوې دي.
تر دې وړاندې په شپږمه فرورۍ په ترکيې او شام کې راغلې خونړۍ زلزلې تر45 زرو زیات کسان وژلي وؤ.
د ترکيې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو ویلي په نوې زلزله کې درې کسان مړه شوي او 213 نور هسپتالونو ته رسول شوي دي.
د شام د ښاري دفاع ادارې هیلمټس هم ویلي چې په تازه زلزله کې تر130ؤ زیات کسان ژوبل شوي او ځېنې هغه ودانۍ ړنګې شوي دي چې په تېره زلزله کې زیانمنې شوې وې.
د ترکيې په ډیفني نومې سیمه کې زلزله د ماسخوتن په اته بجې او څلور منټه راغلې ده او په انطاکیه ښار او ادانا صوبه کې هم د خبري شبکې ای ایف پي ډلې د زلزلې جړقونه محسوس کړي دي.
د ایف ایف پي د رپورټ له مخې ټیمونو یې په لبنان کې هم زلزله محسوس کړې ده.
د قدرتي افتونو په مهال د ترکيې مرستندویه ادارې په ټویټر لیکلي چې درې منټه وروسته د 5.2 شدت یوه بله زلزله راغلې ده او د دې مرکز د هتای صوبه په سمانداګ ضلعه کې ؤ.
دغې ادارې د ګل په ورځ په ماسخوتن د راغلې زلزلې نه 20 منټه وروسته د5.2 شدت دوه نورې زلزلې هم ریکارډ کړې دي.
د خبري شبکې ډيایچ ای په انځورونو کې لیدل کیږي چې دانطاکیه یو روغتون نه خلک اوځي اؤ این ټي وي ویلي دي چې اسکندرون ښار کې هم یو روغتون له ناروغانو خالي کړل شوی دی.
ډي ایچ ای ویلي چې دانتهايي نګهداشت دڅانګې ناروغان د علاج د دوام په خاطر په ایمبولینسونو کې فیلډ هسپتالونو ته لیږل شوي دي.
د ترکي دکورنیو چارو وزیر سویلو ویلي دي چې مرستندویه فعالین د راغورځېدلو ودانیو دملبې لاندې دګیرو کسانو په لټون بوخت دي.
دای ایف پی یو خبریال په انطاکیه کې د الغاؤ تلغاؤ دمنظرونو رپورټ ورکړی اؤ ویلي یې دي چې د زلزلې دنوؤ جړقونو له امله تباه شوی ښار یو ځل بیا په دوړو کې پټ شوی دی.
هغه ویلي چې ګڼ شمیر ودانۍ راغورځېدلي اؤ ګڼ خلک چې ژوبل دي د مرستو غوښتنې کوي.
(دې رپورټ کې ځېنې معلومات د ای ایف پي نه اخستل شوي دي)