لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جوبایډن په پولېنډ کې: روس به هیڅکله په اوکراین کې کامیابه نه شي


واشنګټن ـــــ د امریکې صدر جوبایډن اوکراین ته له ناڅاپي سفر وروسته پولېنډ ته تللی او هلته یې یو ځل بیا د نېټو هېوادونو له خوا د روس په خلاف د اوکراین د دفاع ملاتړ کړی او وایي روس به هیڅکله په اوکراین کې کامیابي تر لاسه نه کړي.

صدر بایډن د سه شنبې- نهې په شپه په وارسا کې د پولېنډ په تاریخي ماڼۍ «رایل کېسل» کې وینا وکړه او د غربي اتحاد د تېر کال د هڅو دفاع یې وکړه چې له اوکراین سره د روس د یرغل په مخنیوي کې مرسته کوي.

پر اوکراین د روس د یرغل د لومړۍ کلیزې په مناسبت ښاغلي بایډن تر لس زره زیاتو پولېنډیانو ته په وینا کې وویل له اوکراین سره مرسته به ونه دروي:

"یو کال مخکې نړۍ د کیف د سقوط لپاره تیاره وه، زه اوس تازه د کیف له سفره راغلی یم او زه ویلای شم چې کیف ښه پیاوړی دی، ښه هسک ولاړ دی او تر ټولو مهمه دا چې ازاد دی."

ولسمشر بایډن ژمنه وکړه چې د اوکراین په ملاتړ کې به یې کمی نه راځي او نېټو به نه وېشل کیږي، وایي اتحاد یې غیر نېټو غړي هېواد اوکراین ته د وسلو او بشري مرستو رسولو په برخه کې "تر پخوا ډېره پخه اراده" لري چې د روس خلاف د ځان دفاع وکړي.

صدر بایډن د دوشنبې- ګل په ورځ د اوکراین پایتخت کیف ته د ناڅاپي سفر په وخت روسي صدر ولادیمیر پوټین ته په اشارې سره وویل چې کولای شي په اسانۍ سره جګړه ختمه کړي. بایډن وویل:

"لوېدیځ په روس باندې د برید پلان نه لري څنګه چې پوټین نن وویل. د روس د یرغل خلاف د نړۍ جمهوریتونه پیاوړي شوي دي او د نړۍ آمرانه نظامونه کمزوري شوي دي."

د ولسمشر جو بایډن تر دې وینا څو ګنټې مخکې د روس ولسمشر ولادیمیر پوټین ولس ته خپله کالنۍ وینا وکړه او په هغه کې یې پر لوېدیځو هېوادونو تور پورې کړ چې وایي د روس او اوکراین د جګړې اور ته لمن وهي.

جو بایډن په پولېنډ کې د وینا په مهال د خپلې مرستیالې کاملا هېریس هغه خبره تکرار کړه چې څو ورځې مخکې یې د میونیخ په امنیتي کانفرنس کې ویلي وو، امریکا په دې باور ده چې ماسکو د اوکراین خلاف "بشرضد جرمونه" او "ظلم" کړی دی. صدر بایډن وویل:

"روس له شرم او پښېمانۍ پرته د انسانیت خلاف له بداخلاقۍ ډک جرمونه تر سره کړي دي."

ولسمشر جوبایډن په روس تور پورې کړ چې وایي عام خلک وژني، جنسي تېري د "جګړې د وسلې" په توګه کاروي، د اوکراین ماشومان په زور له خپل هیواده په غلا باسي او د رېل ګاډي پر سټېشنونو، د ماشومانو د زېږېدو پر وارډونو، روغتونونو، سکولونو او یتیم خانو باندې هوایي بریدونه کوي، خو روس عام خلکو په نخښه کول تل رد کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG