لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مېندو د صحت له اړخه، افغانستان په آسیا کې تر ټولو خطرناک هېواد دی – حالات تر دې هم خرابېدی شي


تصویر (فایل) - د 2020 کال د اکټوبر میاشت: مېندې د کندهار ولایت په ډنډ ولسوالي کې یو روغتیایي کلینیک ته راغلي دي
تصویر (فایل) - د 2020 کال د اکټوبر میاشت: مېندې د کندهار ولایت په ډنډ ولسوالي کې یو روغتیایي کلینیک ته راغلي دي

واشنګټن - د صحت نړېوالې ادارې (ډبلیو اېچ او) د زیارت/پنجشنبې په ورځ رپوټ خپور کړ چې تر مخه یې افغانستان کې د مېندو د مړینې کچه د هغه د ټولو شپږو ګاونډیو ملکونو د مېندو د مړینې له مجموعي تعداد نه هم لوړه ده. د چارو ماهرین وایي، دا ېره شته چې افغانستان کې به د مېندو د صحت بحران تر دې هم بدتره شي.

د معلوماتو ترمخه، افغانستان کې په هرو یو لک (۱۰۰۰۰۰) مېندو کې، شپږ سوه و شل (۶۲۰) تنانې یې د اولاد راوړلو له امله مړې کیږي، چې په آسیا کې دا د مېندو د مرګ ټرټولو زیاته شمېره ده. اکثره مخ په وده اسیایي ملکونو د مېندو د صحت په برخه کې مسلسله ترقي کړې ده.

په کال ۲۰۰۰ کې چې د طالبانو د حکومت اول دور و، افغانستان کې د مېندو د مړېنې شمېر ۱۳۴۶ په هرو یو لکو مېندو کې و، خو پس د هغه چې د امریکا په مشرۍ غربي اتحادیانو په افغانستان یرغل وکړ او هغه ملک ته نړېوال امدادونه ورسېدل، د ۲۰۰۱ کال نه بیا تر ۲۰۲۱ کاله پورې په سختۍ سره دې برخه کې کار وشو او د مېندو د مرګ کچه تر ډېره حده راټيټه کړی شوه. مګر د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له میاشتې چې بیا طالبان واک اختیار ته رسېدلي، د اولاد راوړلو له امله د مېندو د مړینې شرحه بېرته سېوا شوې او په بل هېڅ آسیایي ملک کې دومره مېندې د اولاد راوړلو په سر نه مري.

اوس د صحت چارو ماهرین وایي چې توقع ده په افغانو ښځو کې په عمومي توګه د صحت خطرې لا پسې زیاتې شي.

په افغانستان کې د بې سرحده ډاکټرانو (اېم اېس اېف) یوې ترجمانې برین پروسک وي او اې ته وویل چې د ښځو په تعلیم او کار باندې د طالبانو لخوا لګېدلې پابندي "ښځې د صحت برخې د خدماتو نه لېرې ساتي."

مېرمن پروسک زیاته کړه چې د طالبانو له اړخه بندیزونو په صحت برخه کې ضرورتونه سېوا کړي او د ملک اقتصادي بحران یې لا پسې ژور کړی دی.

بل اړخ ته انټرنشنل کرایسس ګروپ د زیارت/پنجشنبې په ورځ یو رپوټ کې وویل چې د طالبانو لخوا لګول شویو بندیزونو "د ښځو آزادیو ته یوه شدیده ډهچکه ورکړې ده."

د دې تنظیم په رپوټ کې دا هم راغلي چې، "که څه هم نیمه آباتي د سختې لوږې نه رنځ وړي، دغو [بندیزونو] د ژوند ژغورونکي امداد فراهم کولو ته خنډ جوړ کړی، او د نړۍ تر ټولو ستر امدادي عملیات یې د خلل سره مخ کړي دي."

خارجي امداد کوونکو ترقیاتي مرستې هم بندې کړي چې د پخواني افغان حکومت په مهال د عوامي اخراجاتو قریب اویا فیصده (٪۷۰) کېدل، چې دې کار حالات نور هم پسې خراب کړي، قامي اقتصاد یې د پښو غورځولی او میلینونه افغانان یې د سختې غریبۍ حالت ته رسولي دي.

د اېم اېس اېف ترجمانه وایي: "په افغانستان کې د عوامي صحت د خدماتو نظام دا کلونه وشول چې پوره فنډ نلري او بوج ورباندې اضافه دی." د دې ترڅنګ، هغه وایي چې د ۲۰۲۱ کال راهیسي د صحت د برخې فنډنګ هم په لویه کچه رالوېدلی دی.

د پام وړ بدتره

د بې سرحده ډاکټرانو تنظیم وایي چې په کال ۲۰۲۲ کې د طالبانو د محدودیتونو او یا هم غریبۍ له کبله اکثریت افغانانو – اتیا فیصده ٪۸۰ – د خپلې درملنې چارې یا وځنډولې، یا ورنه تېر شول، او یې موقع ورته پیدا نشوی کړی.

افغانستان کې د اېم اېس اېف یو مېډیکل کارکن وویل: "ځیني وختونه مېندو ته دومره کمزوري یا غذائیت لګېدلی وي چې هغوی [خپلو بچو ته] شیدې نشي جوړولی. مونږ ګورو چې هغوی په بوتلو کې کاوه اچوي او خپلو نوې زېږدلو بچو ته یې ورکوي – چې صرف د اوو یا اتو ورځو عمر یې وي – او دا ډېر خطرناک کېدلی شي."

افغانستان کې واک اختیار ته رسېدلي طالبان د ښځو په وړاندې سختدریځه تګلاره لري او د هغو په تعلیم او کار یې سخت محدودیتونه لګولي دي
افغانستان کې واک اختیار ته رسېدلي طالبان د ښځو په وړاندې سختدریځه تګلاره لري او د هغو په تعلیم او کار یې سخت محدودیتونه لګولي دي

په همدې حال کې د بشري حقونو ډلو خبرداری ورکړی چې افغانستان کې د کم عمره کسانو (ماشومانو) د ودونو پېښو کې یو دم اضافه راغلې ده، چې اکثره داسې ودونه د کم عمره جېنکو د مېندواره کېدو له سببه، د هغو صحت ته سنجیده خطرې پېښولی شي.

که څه هم ملګرو ملتونو او غیردولتي تنظیمونو چې کار یې د مېندو د مړینې په شمېر باندې څار دی، د ۲۰۲۰ کال راهیسي د افغانستان دپاره خپل چاپ شوي ارقام بدل کړي ندي، مګر د عوامي صحت ماهرین وایي چې په تېرو دوو کلونو کې دا شمېرې ډېرې زیاتې شوي او حالات بدتره شوي دي.

د بشري صحت په برخه کې د جان هاپکنز سنټر چې د ۲۰۲۲ کال د فرورۍ او اپرېل میاشتو ترمنځ یې د صحت د برخې لسګونو کارکنانو او انجیوز سره په افغانستان کې خبرې کړي دي، د هغو د قوله پخپل رپوټ کې وایي: "تقریبأ یو په درې نه زیات (٪۳۶.۶) کسانو چې ورنه پوښتنې وشوې، وویل چې د ماشومانو/نویو پیدا شوو بچیانو د مرګ شرحه ډېره شوې ده، ځینو یې لږه ډېره، او ځینو یې بیخي ډېره وښوده."

په رپوټ کې دا هم راغلي چې په هرو درېو پوښتل شوو کسانو کې، یو کس یې څرګنده کړې چې د هغو په سیمو کې د اګسټ ۲۰۲۱ راهیسي، د مېندو په مرګونو کې اضافه راغلې ده.

د صحت عالمي ادارې (ډبلیو اېچ او) ترمخه، په تېرو څو کلونو کې د مېندو د صحت په برخه کې د فکرمندۍ وړ ناکامۍ لیدلی کیږي.

ډبلیو اېچ او پخپل تازه رپوټ کې ویلي چې په جنګ ځپلو او غریبو ملکونو کې اوس هم د اولاد په سر د مېندو مړینه، یوه اهمه مسئله ګڼلې کیږي.

که څه هم د آسیا په کچه افغانستان کې له دې اړخه حالات تر ټولو زیات خراب دي، مګر د نړۍ په کچه بیا جنوبي سوډان، چاد، او نایجريا هغه درې افریقایي ملکونه دي چې د اولاد په سر د مېندو د مړینې ارقام په کې تر ټولو نورو ملکونو لوړ دي.



د دې رپوټ اصلي بڼه د وي او اې خبریال اکمل داوي په انګریزي ژبه لیکلی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG