لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یورپي اتحاد په ایران کې یو جرمن شهري ته د اعدام د سزا اورول، په کلکو الفاظو وغندل


واشنګټن - یورپي اتحاد د زیارت/پنجشنبې په ورځ ایران کې یو جرمن شهري ته د سزا اورېدنې په غبرګون کې یو بیان جاري کړ او هغه کې یې د جمشید شارمهد دپاره اورول شوې د مرګ سزا، په کلکو الفاظو وغندله.

یورپي اتحاد په ایران کې د زیاتېدونکو یورپي شهریانو د بندیوان کېدو په اړه فکرمندي ښودلې او ویلي یې دي چې اعدام سزا په هر ځای کې او په هر ډول شرایطو کې د مذمت وړ ده.

د تهران انقلابي عدالت د نهې/سې شنبې په ورځ جمشید شارمهد ته چې په خټه ایرانی دی مګر د جرمني شهریت لري، په دې تور چې ګني د شیراز ښار په یو مسجد کې یې په بمي چاودنه کې لاس درلود، د اعدام سزا واوروله.

په هغه چاودنه کې چې څلور کاله مخکې شوې وه، لږ ترلږه څوارلس تنه وژل شوي و.

د ښاغلي شارمهد کورنۍ وایي چې هغه صرف د حکومت یوې مخالفې ډلې ترجمان و، مګر د ایران امنیتي ځواکونو هغه د دوبۍ ښار نه اغوا کړی او د جعلي عدالتي کاروایۍ دپاره یې ایران ته وړی دی.

یورپي اتحاد او جرمني وایي چې جمشید شارمهد ته د ایران په انقلابي عدالت کې د ځان نه د پوره دفاع حق ورکړل شوی ندی
یورپي اتحاد او جرمني وایي چې جمشید شارمهد ته د ایران په انقلابي عدالت کې د ځان نه د پوره دفاع حق ورکړل شوی ندی

د رپوټونو ترمخه، د ایران په عدالت کې ښاغلي شارمهد ته د قانوني مشورت اخېستو او د خپلې خوښې وکیل ټاکلو حق نه و ورکړل شوی.

اروپایي اتحاد زیاته کړې چې د جرمني چارواکو سره په رابطه کې دي او پخپل ټول وس او توان سره د جمشید شارمهد د قضیې بیا څېړنې او هغه ته په عدالتي کاروایو کې د پوره دفاع حق ورکولو دپاره کوښښ جاري ساتي.

په همدې حال کې د جرمني خارجه وزارت هم د برلېن څخه د دوو ایراني سفارتکارانو د شړل کېدو خبر ورکړی دی.

اوس مهال په ایران کې لږ تر لږه اوولس (۱۷) بهرني وګړي په جېلونو کې ساتل کیږي چي اکثریت یې دوه شهریتونه لري.

د بشري حقونو ډلې او کارکنان وایي چې د ایران حکومت د دغسې دوه شهریته او بهرنیو وګړو په ګرفتاره کولو او جېل کې اچولو سره غواړي د مغربي ملکونو نه سیاسي او سفارتکاري رعایتونه ترلاسه کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG