واشنګټن - د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن په دې تېره هفته کې قزاقستان او ازبکستان ته د خپلې دورې په مهال څرګنده کړه چې په اوکراین باندې د روس یرغل په یوې سیمې کې چې د ماسکو د ارادو په اړه فکرمنده پاته ده، ژوره یره خوره کړې ده.
بلېنکن پخپلو خبرو کې دا پوښتنه وکړه چې: "که یک طاقتوره ملک وغواړي چې د یو خودمختاره ګاوندي هېواد سرحدات په زور سره له منځه یوسي، نو هغه به څه باک ولري چې د نورو سره هم همدا شان کار ونکړي؟"
بلېنکن دا خبره راپورته کړه چې د اوکراین سره د امریکا امداد، د نورو ملکونو سره مرسته کوي چې د سامراجي عزایمو په لومو کې ګرفتاره نشي.
بلېنکن د ازبکستان په سرښار تاشقند کې خبریالانو ته وویل: "همدغه دلیل دی چې مونږ نه صرف د اوکراین خودمختاریت، علاقایي سلامتیا او آزادۍ دپاره ژمن ولاړ یو، بلکې د مرکزي اسیا د ملکونو، او د ټولې نړۍ د ملکونو خودمختاریت، علاقایي سلامتیا او آزادۍ ته ژمن یو."
خو ځیني څېړونکي وایي چې که څه هم ملکونه د امریکا دا نظریات تایيدوي، مګر د ترقي پسنده اقتصادونو په اړه د واشنګټن ژمنو او سیمه کې د انرجۍ په خاطر تعلقاتو او همدا راز د افغانستان په باب د امریکې د پالیسۍ په اړوند غیریقیني صورتحال یو شمېر پوښتنې بې ځوابه پرېښودلي دي.
د قزاقستان حال
قزاقستان او روس خپل منځ کې اوږد شریک سرحد لري چې اوږدوالی یې اووه نیم زره (۷۵۰۰) کلومټره دی او اوس مهال یې د نښې کېښودلو چارې روانې دي.
د قزاقستان خارجه وزیر مختار تیلیوبېردي وویل، هغوی د امریکا د امداد قدرداني کوي، مګر بیا یې هم ټینګار وکړ چې ملک ته یې د روس له اړخه هېڅ خطره نشته.
تیلیوبېردي چې د بلېنکن ترڅنګ یې خبرې کولې، خبریالانو ته وویل: "قزاقستان د یوریشین اقتصادي اتحاد، د اجتماعي امنیتي تړون د تنظیم، او د روس د شاخوا نورو هېوادونو سره د آزادو کامنوېلټ ریاستونو ممبرشېب لري. نو مونږ د دغو ټولو څو اړخیزو ډهانچو په چوکاټ کې، خپل تعلقات د یو ائتلاف په حیث ګورو."
هغه دا هم وویل چي قزاقستان هم د روس او هم د اوکراین سره تاریخي تعلقات لري او د دې ملکونو اقتصادونه یو د بل سره تړلي دي. د تیلیوبېردي وینا وه چې قزاقستان هڅه کوي چې د اوکراین او روس ترمنځ جګړه په قزاقستان باندې منفی اثرات ونکړي.
قزاقستان په مرکزي اسیا کې د امریکا تر ټولو اهم اقتصادي شریک ګڼل کیږي او په تېر کال کې د دوو ملکونو ترمنځ د تجارت اندازه د درې بلینه ډالرو نه واوړېدله.
بلېنکن د قزاقستان دا کار وستایلو چې څه باندې دوه لکه روس شهریانو ته یې چې د اوکراین د جګړې راهیسي د خپل ملک نه قزاقستان ته پناه وړې ده، هغو ته یې ځای ورکړی دی. همدا راز قزاقستان د اوکراین دپاره هم بشري امداد برابر کړی دی.