دپاکستان سپرلیګ د اتم پړاؤ په 25 سیالۍ کې کویټه ګلیډي ایټرز دپېښور زلمي لوبډلې ته دپي ایس ایل دتاریخ د ترټولو زیاتو منډو جوړولو باوجود هم په اتوؤ وکټونو ماتې ورکړې ده.
پېښور زلمي په ټاکلو 20اوورنو کې کویټه ګلیډي ایټرز ته د241 منډو هدف ورکړی ؤ چې دغه هدف کویټه ګلیډي ایټرز د18م اوور په دویم بال کې د دوؤ لوبغاړو په تاوان ترسره کړو.
تر دې وړاندې دپي ایس ایل په تاریخ کې تر دمنډو تر ټولو ستر هدف 207ؤ چې پروسکال ملتان سلطانز د لاهور قلندرز پرضد ترسره کړی ؤ.
دکویټه ګلیډی ایټرز جیسن روئی ددې لوبې په ګټلو کې تر ټولو مهم رول ولوبولو اؤ د5 شپږیزو اؤ 20 څلوریزو په مرسته یې په 63 بالونو 145 منډې جوړې کړې خو بیا هم ناسوځېدلی پاتې شو.
محمد حفیظ هم د دوؤ شپږیزو اؤ 6 څلوریزو په مرسته په 18بالونو 41منډې جوړې کړې اؤ ناسوځېدلی پاتې شو.
دکویټه ګلیډي ایټرز ول شمیډ26 اؤ مارټن ګپټل 21 منډې جوړې کړې.
دپېښور زلمي مجیب الرحمان اؤ وهاب ریاض یو،یو لوبغاړی وسوڅولو.
په دې سیالۍ کې دپېښور زلمي کپتان په پي ایس ایل سیالۍ کې په وړومبي ځل خپلې منډې تر 100 ور واړولې اؤ په 115منډو جوړولو وسوځېدو.
هم دا شان صایم ایوب 74،روومن پاول 35 او ٹام کوهلر کیډمور 7 منډې جوړې کړې.
دکویټه ګلیډي ایټرز له لوري ډووین پریټوریس یوازې یو لوبغاړی وسوځولو.