لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شین جینپینګ درېیم ځل د چین ولسمشر شو، د روس او پاکستان مشرانو ورته مبارکي ویلې


واشنګټن ــــ د چین صدر شي جینپینګ په درېیم ځل د پینځو کلونو لپاره د هېواد ولسمشر ټاکل شوی دی. د کمیونیسټ چین تر باني یا بنسټ ایښودونکي ماوزې تونګ وروسته صدر شي جینپینګ د هېواد تر ټولو ځواکمن واکمن ګڼل کېږي.

د روس ولسمشر ولادیمیر پوټین هغه ته پر بیا صدر کېدو مبارکي ویلې ده، د کریملین له خوا په خپاره شوي‌ بیان کې ښاغلي پوټین ویلي:

"ګران ملګرې، زما مخلصانه مبارکي ومنئ، روس زموږ د دواړو هېوادونو د اړیکو او سټرېټیجیکې همکارۍ د پیاوړتیا په برخه کې ستا د شخصي هڅو ډېر قدر کوي".

د رویټرز خبري ایجنسۍ د خبر له مخې د چین نېشنل پیپلز کانګرس په نوم پارلمان نیژدې 3,000 غړو د جمعې په ورځ د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره رایې ورکړې او ټولو شي جین پینګ ته ووټونه ورکړل.

د 69 کلن صدر شي خلاف د ولسمشرۍ لپاره بل هیڅ امیدوار نه وو ولاړ، ځکه نو لا تر له مخه دا تمه کېده چې هغه به په درېیم ځل هم د خپل هېواد ولسمشر وټاکل شي.

د جمعې په ورځ د ووټ اچولو رسمي بهیر یواځې په یوه ګنټه کې تر سره شو او بیا وروسته په پینځلس منټه کې دننه رایې په الیکټرانک توګه وشمېرل شوې.

ولسمشر شي جین پینګ د تېر کال په اکتوبر میاشت کې ځان د راتلونکو پینځو کلونو لپاره د خپل کمیونیسټ ګوند د جنرل سیکرټري په توګه منتخب کړی وو، چې له دې سره لس کاله وروسته د واک د سپارلو روایت هم مات شوی وو.

صدر شي چې په 2012م کال کې لومړی ځل واک تر لاسه کړی له هغه راهیسې یې خپل ټول مخالفین څنډې ته کړي او په ګوند کې یې اکثر خپل پلویان شامل کړي دي.

د چین په آیین یا اساسي قانون کې مخکې په دویم ځل د ولسمشرۍ لپاره د درېدو اجازه نه وه، خو شین جیپینګ په 2018م کال کې دا پابندي ختم کړه او له هغه راهیسې تمه کېږي چې نوموړی د ژوند تر اخره د واکمنۍ اراده لري.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف هم د شي جینپینګ پر بیا صدر کېدو هغه ته "د زړه له تله" مبارکي‌ ویلې او پر ټویټر یې لیکلي‌ دي:

"دا د هغه [شي] پر سیاسي پوهه د چين د کمیونیسټ ګوند او 1.4 اربه چينايانو د باور ښکاره کول دي. زه ډاډه یم چې د ده په ځیرکه رهبرۍ کې به د چین او پاکستان اړیکې نوره هم وده وکړي".

د جمعې په ورځ‌ د صدر له ټاکلو سره سره د چین د پارلمان په غونډه کې د هېواد مرستیال صدر او د پارلمان مشر یا سپیکر هم وټاکل شول.

د پارلمان غړو 66 کلن ژاو لیجي د پارلمان د مشر او هان زینګ د چین مرستیال ولسمشر وټاکل او د دواړه مشران د صدر شي جینپینګ د مخکیني ټیم برخه دي.

ټاکل شوې ده چې ولسمشر شي به د پارلمان د روانې غونډې په پای کې د مارچ پر 13مه ولس ته وینا کوي.

په راتلونکو دوو ورځو کې به د صدر شي له خوا تایید شوي چارواکي د هغه په حکومتي کابینه کې پر لوړو څوکیو ګومارل کېږي، په دغو کسانو کې لي کیانګ هم شامل دی چې د وزیراعظمۍ لپاره نومول شوی دی.

چین د کورونا وایرس له کبله نه یواځې له ستر اقتصادي زیان سره مخ شو، بلکې په تېرو څو کلونو کې د امریکې په ګډون د لوېدیځو هېوادونو د ډېرو خرابو اړیکو له کبله له سختو چېلنجونو سره هم مخ دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG