لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اوکراين د بخموت ښار نيم د روس او نيم د اوکريني ځواکونو په ولقه کې دی


واشنګټن- د روس وېګنر ډلې د ډونباس سيمې د بخموت ښار مشرقي سيمې نيولې دي او د دغې ښار غربي برخې د اوکراین د پوځ په لاسو کې دي.

د برطانيې د دفاع وزارت د خالي-شنبې په ورځ په خپل تازه بيان کې ويلي د ډونباس په بخموت ښار کې درنه جګړه روانه ده او د اوکراین پوځ په روسي عسکرو لوړو ودانیو نه ډزې کوي خو د اوکراین پوځ ويلي

"دغه سيمه د روس د وېګنر ډلې د پاره يو لوي چېلنج دی او د هغوي قتل ګاه به ثابته شي".

د برتانيې د دفاع وزارت وايي‌ د اوکرایني پوځ د رسد لارې د روسي پوځ په قبضه کې دي او روس هڅې کوي چې د اوکراین پوځ د شمال او جنوب اړخونو ته د تګ نه ودروي.

ماسکو وايي‌ د بخموت ښار نيول د مشرقي ډونباس سيمې د نيولو په لور يو پياوړی ګام دی،

بلخوا يوکرېن وايي د زيارت-پانچ شنبې په ورځ د روس د هاېپرسونک ميزایلي بريدونو د لاسه په پايتخت کيوف کې ګډوډ شوی د بجلۍ نظام يې بېرته سم کړی دی.

د کېف د پوځي انتظاميې مشر سرهي پوپکو ويلي د کېف په ښار کې يې د بجلۍ او اوبو رسد سم کړی خو ۳۰٪ خلک پکې اوس هم د کورونو د ګرمولو د نظام نه بې برخې دي.

يوکرېني چارواکي وايي‌ د اوډيسا سيمې خلکو ته بجلي سمه شوې ده ولې د يوکرېن دويم لوي ښار خارکېف کې ۶۰٪اوسېدونکو ته د بجلۍ نظام برابر کړی شوی دی.

روس د زيارت په ورځ د يوکرېن د سرښار کېف ترڅنګ په يو شمېر نورو ښارونو هاېپرسونک ميزايلې ورولې وې چې پکې شپږ ملکي وګړي وژل شوي او د بجلۍ او اوبو نظام يې ګډوډ کړی و.

د يوکرېن پوځ وايي‌ دا په تېرو څو هفتو کې په يوکرېن د روس تر ټولو درنې بمبارۍ وې خو زياتوي د روس په ۸۱ ميزايلو کې ۳۴ميزاېلې د يوکرېن پوځ په هوا کې ويشتلي دي او څلور ايراني ډرونونه يې ورله هم تباه کړي دي.

روس په دغه بريدونو کې د کېنزال هاېپرسونک ميزايلې نظام هم کارولی دی چې د روس جديد ميزايلي نظام دی او د يوکرېن پوځ يې د ويشتلو توان نه لري.

د روس د دفاع وزارت وايي دغه بريدونه يې د مغربي روس بريانڅک سيمې په يو کلي د ترهګر حملې په غبرګون کې کړي چې وايي يوکرېن پکې لاس لرل خو يوکرېن دغه تورونه رد کړي دي.

د فنلېنډ وزيراعظمه ثنا مرين د کېف ښار غېر اعلانيه سفر کړی او هلته يې د صدر ولادي ميرذيلنسکي سره ليدل کتل کړي او په بخموت ښار کې په جګړه کې د وژل شوي پوځيانو په جنازو کې يې د صدر ذيلنسکي سره ګډون کړی.

په کيف ښار کې په يو خبري کانفرنس کې مېرمن ثنا اوېل، روس سره به د جنګي جرمونو په سر حساب کېږي:

"پوټن ته معلومه ده چې د روان تشدد او جنګي جرمونو ته به ځواب وايي"

خو روس په اولسي ځايونو قصداً د بمبارۍ تورونه رد کړي.

امريکا په روس د مالدوا حکومت کمزوري کولو تورونه لګولي،

د وهاېټ هاوس د ملي امنيت وياند جان کربي ويلي د روس استخبارات د مالدوا حکومت ړنګولو د پاره احتجاجونه راپارولي دي.

"په داسې حال چې مالدوا د يورپ سره ملګری کيږي روس هڅې کوي چې د دغه ملک حکومت کمزوری کړي‌ او دغلته د روس پلوه انتظاميې واکمني جوړه کړي"

مالدوا د يوکرېن ګاونډي ملک دی او په يو وخت کې دغه ملک هم د شوروي اتحاد برخه وه چې نن سبا په يورپي اتحاد کې د ورګډېدلو هڅې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG