واشنګټن - د ملګرو ملتونو یو کمېشن چې د شام په اړه پلټنو ته ټاکل شوی دی، وایي چې شام کې د زلزلې زیانمنو خلکو ته په وخت باندې د امداد نرسېدو او د هغو په تحفظ کې د ناکامۍ له وجې، ګڼ شمېر عام خلک چې د زلزلې په المیه کې ګیر راغلي و، مړه شوي دي.
د ملګرو ملتونو دغه درې کسیز آزاد کمېشن د شام په حکومت او د هغه ملک د خانه جنګۍ په نورو اړخونو، نړېوالې برادرۍ، او پخپله په ملګرو ملتونو باندې تور لګوي چې د شام میلینونه خلک یې د سخت ضرورت په وخت کې هېر کړل.
د یاد کمېشن مشر پاولو پېنهیرو وویل: "شامیان برحقه داسې احساس کوي چې هغو کسانو کوم چې باید په ډېرو سختو او بېچاره حالاتو کې یې د دوی تحفظ کړی و، دوی یې نظراندازه او هېر کړل. ډېرې ورځې هسې ضایع شولې، بغیر د دې چې زلزله ځپلو ته کوم امداد ورسیږي."
هغه زیاته کړه چې په جنګ کې شامل اړخونه په دې کې ناکامه شول چې د شام په شمال لویځه سیمه کې شخړې اودروي او په دې کې هم ناکامه شول چې د کومې ممکنې لارې څخه زلزله ځپلو کسانو ته ژوند ژغورونکی امداد ورسېدلی شي.
د روئټرز خبري ادارې ترمخه، د شام د اطلاعاتو وزارت سمدستي په دې رپوټ باندې څه غبرګون ندی ښودلی.
ښاغلي پېنهیرو وویل چې د دوی کمېشن د تازه حملو پلټنه کړې ده، آن په هغو سیمو کې چې زلزلو ویرانې کړي دي، هلته هم د تشدد پېښې لیدلی شوي دي، په شمول د هغې پېښې چې ویل کېدل، "تېره هفته د اسرایل لخوا د حلب په نړېوال ائیرپورټ حمله وشوه کوم ائیرپورټ چې د بشري امداد رسولو یوه لاره ګڼلی کیږي."
د زلزلي نه وړاندې، بشري امداد معمولآ د ترکيې د سرحد د لارې د شام ادلېب ښار ته رسول کېدل. د وروستۍ تباه کنه زلزلې نه وروسته، یوه هفته ووتله څو د شام حکومت حاضر شو چې د امداد قافلو دپاره دوه نورې سرحدې لارې هم پرانیزي.
د ملګرو ملتونو د کمېشن یو غړي هاني مېګالي په وسله والو ډلو تور ولګولو چې په قصدي ډول یې د بشري امداد د قافلو مخه نیوله چې د دې کرښو نه تېر نشي. هغه همدا راز وویل د زلزلې نه پس په اولو څو ورځو کې، داسې ښکارېدله چې ملګري ملتونه او نړېواله ټولنه شام ته د مرستو رسولو په برخه کې بالکل مفلوج پاته و.
هغه زیاته کړه چې ملګرو ملتونو او نړېوالې ټولنې د دې په ځای چې د دمشق اجازت ته انتظار وباسي، کولی شول چې په فوري توګه خپله اقدام وکړي او زلزله ځپلو ته ضروري مرستې په وخت ورسوي. هغه زیاته کړه: "دا یوه زلزله وه. دا یو غیرمعمولي صورتحال و. د قانون ماهرین به هم دا وایي چې په غیرمعمول صورتحال کې، که د سرحدونو نه اوړېدل او یا د ریاست د خودمختارۍ خلاف ورزي کول هم وګڼل شي، تاسو کولی شئ اقدام وکړئ."
د کمېشن بلې غړې، لېن وېلشمن یادونه وکړه چې د شام په حکومت دا فرض ده چې بې طرفه بشري امداد ته د رسېدلو اجازت ورکړي، بغیر د دې چې د سیکوریټي کونسل کومې فیصلې ته انتظار شي چې دا کار جبري وګرځوي.
د ملګرو ملتونو دغه درې کسیز کمېشن سپارښتنه کړې چې یوه پوره او آزاده پلټنه او احتساب دې وشي چې وپوهېدل شي په سخت ضروري حالاتو کې میلینونو کسانو ته د مرستې رسول ولې ناکامه شول؟
په هغې زلزلې کې چې د فرورۍ په شپږمه نېټه د ترکيې په جنوبي سیمو او د شام په شمالي سیمو کې وشوه، لسګونه زره کسان مړه او ګڼ شمېر کورونه تباه شول. د زلزلې نه پس، د اکثرو مطبوعاتو او مرستندویه مېشنونو توجو، د ترکیې په طرف شوه، خو د شام په شمالي سیمو چېرته چې د خانه جنګیو له امله امنیت یقیني ندی، د زلزلې د نقصانونو په اړه زیات رپوټونه ورنکړل شول.