د خېبرپښتونخوا ګورنر غلام علي ويلي د چیف الېکشن کمېشن سره یې لیدلي او په صوبه کې د انتخاباتو دپاره یې د مې د میاشتې 28مه نېټه ورکړې ده.
د روانې میاشتې مارچ په لومړۍ نېټه د پاکستان سپريم کورټ په خېبرپښتونخوا او پنجاب صوبو کې په 90 ورځو کې د انتخاباتو کولو حکم کړی وو.
د سپريم کورټ چيف جسټس عمر عطا بندیال د انتخاباتو په اړوند په از خود نوټس اورولې فېصله کې ويلي وو، د خېبرپښتونخوا ګورنر اسمبلي ماته کړې نو د انتخاباتو نېټه دې هم هغه ورکړي ګورنر د انتخاباتو په نېټه نه ورکولو د ايين نه سرغړونه کړې ده.
ښاغلي بندیال حکم کړی وو چې د پنجاب اسمبلي ګورنر نه ده ماته کړې ځکه د ملک صدر واک لري چې د انتخاباتو نېټه ورکړي.
پرون د خېبرپښتونخوا ګورنر غلام علي د چيف الېکشن کمشنر سکندر راجه سره لیدلي او وروسته یې مطبوعاتو سره په خبرو کې وويل هغه د انتخاباتو نېټه ورکړه، او انتخابات کول د الېکشن کمېشن، صوبايي حکومت او مرکزي حکومت کار دی.
غلام علي په 18 جنورۍ د مخکني وزيراعلا محمود خان په سپارښتنه د خېبرپښتونخوا اسمبلي ماته کړې وه.
له دغې وړاندې په پنجاب صوبه کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکني وزیراعظم عمران خان په وينا اسمبلي ماته کړی شوې وه.
د صدارتي ماڼۍ ترمخه د خېبرپښتونخوا ګورنر د صدر عارف علوي سره هم ليدلي او صدر هم نوموړي ته د انتخاباتو کولو مشوره ورکړې ده.
خو بل لور ته الېکشن کمېشن په پنجاب صوبه کې د انتخاباتو کولو نه معذرت کړی او ویلي يې دي چې د ملک په موجوده حالاتو کې پوځ د انتخاباتو ډيوټي نه شي کولی.
الېکشن کمېشن ويلي، پرون د نهې په ورځ یې درې غونډې شوي او د پنجاب صوبې چيف سيکرټري او د پوليسو مشر په ښکاره ويلي چې د ملک موجوده مجموعي اقتصادي او امنيتي حالاتو ته په کتو په 30م اپرېل انتخاباتو ته پوره امنيتي وضع نه شي ورکول کېدی.
او الېکشن کمېشن ويلي په درېمه غونډه کې د دفاع سيکرټري هم په ملک کې د امنيت په اړوند احوال وړاندې کړی او ويلي یې دي چې د ملک د موجوده حالاتو له امله پوځ د انتخاباتو په ډيوټۍ کې برخه نه شي اخستی.