لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګرو ملتونو او امریکا د ښځو په وړاندې د طالبانو مسلسل "جابرانه" احکامات وغندل


واشنګټن - ملګرو ملتونو یو ځلي بیا افغانستان کې په واکمنو طالبانو غږ کړی دی چې د جېنکو سکولونه دې پرانیزي. ملګرو ملتونو ویلي چې طالب چارواکي جېنکو ته د تعلیم حق نه ورکولو دپاره، د مذهب او روایاتو په شمول، هېڅ ډول جواز له ځانه سره نلري.

د ملګرو ملتونو د ماهرینو یو پېنل د ګل/دوشنبې په ورځ وویل: "په افغانستان کې د تعلیم نه د ځوانو ښځو او جېنکو غیرقانوني منعه کول، د نړۍ په کچه د تعلیم په برخه کې نهایت بدقسمتي ده، چې یو ټول جنسیت، یو کهول، او د ملک آینده اغېزمنه کوي."

په افغانستان کې دا هفته، د ژمي موسم د رخصتیو نه پس نوی تعلیمي کال شورو کېدونکی دی او ښوونځي به بېرته پرانېستلی شي. مګر د بیان ترمخه، هېڅ داسې کومه نښه نه لیدلی کیږي چې ګني طالبان دې جېنکو ته اجازه ورکړي چې د شپږم جماعت نه پورته ثانوي سکولونه ته ولاړې شي.

د ملګرو ملتونو پېنل وویل: "داسې ښکاري چې پرله پسې په دویم تعلیمي کال کې به هم تنکۍ جینکۍ د خپلو سبقونو له ویلو نه منعه پاته وي." پېنل دا هم وویل چې د نړۍ پر مخ، افغانستان یوازینی ملک دی چېرته چې جېنکۍ او ځوانې ښځې د تعلیم کولو نه په کې منعه کړی شوې دي.

د ملګرو ملتونو نه جدا، د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن هم، چې د ګل/دوشنبې په ورځ یې د ۲۰۲۲ کال د بشري حقونو رپوټ خورولو، یو ځل بیا په افغانستان کې د ښځو جېنکو په تعلیم او کار کولو باندې پابندي وغندله.

بلېنکن وویل چې د طالبانو مشران "په بېرحمۍ سره" افغانې ښځې چقوي او د هغو سره "تفریقي رویه" کوي. هغه یادونه وکړه چې په افغانستان کې واکمنو طالبانو تر اوسه اتیا (۸۰) داسې حکونه جاري کړي چې مقصد یې د ښځو د آزادیو محدوده کول او د تعلیم او کار نه د هغوی منعه کول دي.

د امریکا خارجه وزیر د خبریالانو سره په خبرو کې وویل: "په ډېره ساده ژبه یې ووایم چې مونږ [د طالبانو] په دې حکمونو افسوس کوو."

بلېنکن زیاته کړه چې په غیردولتي تنظیمونو کې د افغانو زنانه کارکوونکو په کار باندې د بندیز حکم، په میلینونه افغانان چې د ژوندي پاته کېدو دپاره بشري مرستو ته ضرورت لري، د خطرې سره مخ کوي.

افغانستان کې جېنکو پخوا هم د هلکانو نه جدا تعلیم کولو او ځان ته یې جدا سکولونه او کلاسونه درلودل چې اوس خالي پاته دي
افغانستان کې جېنکو پخوا هم د هلکانو نه جدا تعلیم کولو او ځان ته یې جدا سکولونه او کلاسونه درلودل چې اوس خالي پاته دي

د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې چې امریکایي او نېټو عسکر د شل کلن جنګ نه وروستو د افغانستانه ووتل، طالبانو افغانستان باندې قبضه ولګوله.

د بیا واک ته رسېدو نه پس، طالبانو د خپل انتهایي پسنده افکارو ترمخه سختدریځه تګلاره پلې کړې، اکثره ښځې یې د کار نه منعه کړي، او د شپږم جماعت نه پورته یې د جېنکو سکولونه هم بند کړي دي.

نړېوالو په طالبانو څو څو ځله غږ کړی چې دا بندیزونه دې ختم کړي، مګر طالبانو دا مطالبې نظراندازه کړي دي او وایي دا تګلاره یې د اسلامي شریعت او د افغاني ثقافت سره مطابقت لري.

تر اوسه هېڅ ملک د طالبانو حکومت په رسمیت ندی پېژندلی، او اکثره یې د بشري حقونو فکرمندۍ، په خصوص د ښځو سره د طالبانو رویه، د هغو د حکومت نه تسلیمېدو وجوهات بولي.

بلېنکن پخپلو خبرو کې وویل، د نړۍ د ملکونو د خبرو نه داسې ښکاري چې طالبان به په دې نږدیو کې څوک په رسمیت ونه پېژني، ځکه هغوی د ښځو او جېنکو په خلاف خپل سختدریځه ګامونه جاري ساتلي دي.

په همدې حال کې قطر د ګل/دوشنبې په ورځ وویل چې د طالبانو د تعلیم وزیر مولوي سید حبیب په مشرۍ یو پلاوی سره په دوحه کې ملاقات شوی دی او په دې کتنه کې، "په افغانستان کې د تعلیم د آیندې او په وړاندې یې د موجودو خنډانو او چلېنجونو" په هکله خبرې شوې دي.

د قطر خارجه وزارت وویل چې په دې ملاقات کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د تحفظ ادارې (یونسېف) استازي هم شامل و، او په خبرو کې د نورو مسئلو ترڅنګ "د ټولو دپاره د تعلیم یو شان رسایي، په خصوص د جېنکو دپاره" هم د بحث موضوع وه.

د قطر د خارجه وزارت په بیان کې راغلي دي: "د غونډې ګډون کوونکي همدا شان په دې اتفاق وکړ چې ضرور دی د ټولو دپاره د تعلیم حق یقیني کړی شي، د چلېنجونو سره د مقابلې دپاره یو مشترک بصارت جوړ کړی شي، او په ټولو سیمو کې ټولو افغان طالب علمانو ته د اعلی معیار تعلیم فرصتونه مهیا کړی شي."

په بیان کې دا هم ویلی شوي چې د طالبانو پلاوي د دې غونډې د جوړولو په خاطر د قطر د هلوځلو قدرداني کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG