واشنګټن - د تېرې میاشتې میاشتې پورې سېکهـ بېلتون غوښتونکی امریتپال سېنګهـ دننه په هند کې چا دومره نه پېژانده. پس د هغه چې د سېکهانو د یو آزاد ریاست جوړېدو دپاره د هغه غږ جګ شو او د هند په پنجاب کې یې د تشدد ېره راپیدا کړه، اوس پولیس د امریتپال د نیولو دپاره پراخ کمپېن شورو کړی دی. پنجاب شاوخوا څلوېښت کاله وړندې هم د یو خونړي بغاوت ښکار شوی و، او حکومت کوښښ کوي د هغسې تشدد د تکرار مخه ونیسي.
دېرش کلن امریتپال سېنګهـ چې له ځانه یې یو سېکهـ مبلغ جوړ کړی، هغه وخت یو دم په ټول هند کې مشهوره شو چې هغه او یو شمېر نور ځوانانو تېره میاشت ټوپکونه او تورې په لاس د پنجاب یو پولیس تهاڼې باندې یرغل وکړ او د خپل یو ګرفتاره شوي ملګري خلاصون یې وغوښت. پولیسو وروستو وویل چې هغوی د دغې بلواګرې ډلې په شاته ځپلو کې ناکامه شول، ځکه هغو د سېکهانو مقدس کتاب د سپر/ډال غوندې استعمالولو.
د امریتپال او وسله والو ملګرو تصویرونه یې چې ښيي پولیس ورنه تښتي، دا فکرمندۍ راولاړې کړې چې هسې نه د هند په پنجاب کې چې قریب شپېته فیصده یې سېکهان دي، د دوی پلویان په زیاتېدو شي.
د خالي/شنبې ورځې راهیسي، په زرهاوو پولیس او حکومتي ملېشې د امریتپال سېنګهـ په لټون پسې راوتلي دي. تر اوسه د امریتپال څه باندې یو نیم سل (۱۵۰) پلویان ګرفتاره شوي او په هندي پنجاب کې انټرنېټي خدمات هم محدوده کړی شوي دي.
په امریتپال باندې خلکو کې د اختلاف خورولو الزام لګېدلی او حکومت هغه یو مفرور اعلان کړی دی. بېلتون غوښتونکي سېکهان خپل یو آزاد ریاست، خالستان یادوي مګر په هند کې د خالستان نظریې ته فروغ ورکول غیرقانوني ګرځول شوي او د څېړونکو وینا ده چې په پنجاب کې دا نظریه کمه اندازه ملاتړ لري. بل اړخ ته د یو آزاد خالستان ریاست نظریه د برطانیې او کېنېډا غوندې ملکونو کې د خورو ورو مېشتو سېکهانو په منځ کې یو څه فروغ لري.
په پنجاب کې د امریتپال سېنګهـ یو دمي داسې راښکاره کېدل، خلکو ته د هغه خوني بغاوت وېروونکي یادونه تازه کړل چې په کې په زرهاوو کسان وژل شوي و. هغه بغاوتونه په ۱۹۸۰مو او ۱۹۹۰مو کلونو کې و چې جګپوړي چارواکي هم په کې ووژل شول. د هند پخوانی وزیراعظمه اندېرا ګاندهي په ۱۹۸۴ کال کې، پس د هغه چې د سېکهانو د ګولډن ټمپل/سري دربار صاحب نه یې پوځ ته د یاغیانو د اېستلو امر وکړ، د خپل سېکهـ محافظ له خوا ووژل شوه.
امریتپال سېنګهـ په ۲۰۱۲ کال کې دوبی ته ولاړ چې د نقل و حمل په برخه کې د خپل فامیلي کاروبار سره یوځای شي. هغه تېر کال هندوستان ته راستون شو او بیا د "وارث پنجاب دي" یا د پنجاب د وارثانو د ډلې مشر شو. دې ډلې په ۲۰۲۱ کال کې د زارعینو په هغه پراخ احتجاجي تحریک کې کردار ولوبولو کوم چې د وزیراعظم مودي د زراعتي اصلاحاتو په خلاف یې یو کال دوام وکړ.
په دې وروستو میاشتو کې امریتپال د هغو مظاهرو مشري کوله چې ویل یې مقصد یې د نرېندرا مودي د قام پرسته هندو حکومت د اقداماتو په وړاندې د سېکهانو د حقونو تحفظ و.
هغه ویل چې د سېکهانو دپاره د یو آزاد ریاست جوړېدل صرف یوازېنۍ لاره ده چې کولی شي د سېکهانو د ثقافت تحفظ وکړي، او د مخدره موادو د استعمال غوندې سترې ټولنیزې مسئلې هوارې کړي.
سیاسي څېړونکې نیرجا چوهدري وایي: "دا ډېره عجیبه ده چې څنګه یو دم هغه د دوبی نه راپیدا شو. هغه د داسې کوم تحریک مشري نه کوي چې د ۱۹۸۰مو کلونو غوندې په ملک کې دننه کرار کرار پیدا شوی وي. نن په پنجاب کې د خالېستان [د نظریې] دپاره هېڅ عوامي ملاتړ موجود ندی."
نن سبا چې د هند په پنجاب صوبه کې بې روزګاري زیاته شوې، د فارمونو او کروندو آمدن کم شوی، او په ځوانانو کې د مخدره موادو او شرابو استعمال هم یو چلېنج ګڼل کیږي، د امریتپال سېنګهـ غوندې کسانو راپیدا کېدل چارواکي فکرمنده کړي چې هسې نه په پنجاب کې دا تحریک رېښې وغځوي او ستونزې راپیدا کړي.