واشنګټن – امریکا د ګل یا دوشنبې په ورځ د روس او ایران ترمنځ د اړیکو په ځواکمنتیا اندېښنه څرګنده کړې.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند ویډنټ پټېل خبریالانو ته وویل، "دا باید نه یواځې د هغو هېوادونو د اندېښنې وړ وي کوم چې له روس او ایران سره ګاونډیان دي بلکه ټولې نړۍ ته هم."
پټېل زیات کړه، "مونږ هغه ویجاړی وینو کوم چې په کیېف کې د روس لخوا د ایراني ډرونونو له کارولو څخه رامنځ ته کېږي. په دغو بریدونو کې د انرژۍ او د ملکي وګړو بنیادي ودانۍ په نخښه کېږي. له همدې امله له شک پرته دا هغه اړیکې دي چې مونږ ورته په غور سره ګورو."
روس په اوکراین باندې د خپل یرغل پر مهال د "شهید" په نامه د ایراني ساخت ډرونونو څخه په خپلو بریدونو کې په پراخه کچه کار اخلي.
دغو بریدونو چې له بېلابېلو ځایونو سره ډرونونه جنګول کېږي اوکرایني چارواکي دې ته وهڅول چې په هوا کې ددغو ډرونونو د وېشتلو لپاره د توغندیو غوښتنه وکړي.
بل پلو والسټریټ مجلې د ګل یا دوشنبې په ورځ له دغې مسلې سره د تړلو سرچینو له خولې راپور ورکړی چې په ورته وخت کې د ایران او روس ترمنځ پوځي همکارۍ هم زیاتې شوې دي.
خبر زیاتوي، د روس حکومت له ایران سره د پرمختللي ډیجېټلي څار د وړتیاوو په ترلاسه کولو کې مرسته کوي.