واشنګټن [رویټرز] - د انټرفيکس خبري ادارې تر مخه د روس امنيتي ځواک اي ايس بي ويلي چې د وال سټريټ جرنل خبريال ايوان ګرشکوویچ يې د يکاټېرېنبرګ ښار په يوه برخه کې د جاسوسۍ په تور نيولی دی.
د بيان تر مخه ايف ايس بي ويلي، په کال 1991 کې پيدا شوی ګرشکووېچ په ماسکو بيورو کې د امريکايي ورځپاڼې وال سټريټ جرنل نماينده دی او دوی د غير قانوني چلن په سر د کار نه بند کړی دی:
“ځکه چې د روس د خارجه چارو د وزارت د اسنادو او معلوماتو مطابق يې د امريکا د حکومت د ګټو د پاره جاسوسي کوله”.
که په ګرشکوویچ د جاسوسۍ تور ثابت شي نو کېدای شي چې د روس د قانون له مخې هغه ته د 20 کالو بند سزا واورول شي.
د وال سټریټ ورځپاڼې له خوا لا د ګرفتارۍ په اړه تر اوسه څه نه دي ويل شوي.
د امریکې حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو دا به د واشنګټن او ماسکو اړیکې لا خرابې کړي ځکه چې د اوکراین د جګړې پر سر امریکې په روس باندې ګڼ شمېر بندیزونه لګولي او ترې غواړي چې خپل ځواکونه له دې هېواده وباسي.
په بيان کې ويلي شوي ګرشکووېچ ته امريکايانو د يو پوځي دفاعي مرکز سره تړلې ادارې په اړه د معلوماتو راټولو کار حواله کړی وو. د دې په اړه روس کوم ثبوت نه دی ورکړی.