لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جمهوريت په اړه راجوړې شوې غونډې ته ويل شوي مېډيا په صحتمنده ټولنو کې اهم رول لري


واشنګټن ـــ د سويلي نيدرلينډ په هيګ ښار کې راټول شوو نړيوالو مشرانو د زيارت- پنجشنبې په ورځ په نړۍ کې د مېډيا په ازادۍ، د غلط معلوماتو نه راپېښ چيلنجونو، د زورواکه حکومتونو په چلن او په اقتصاد بحث کړی دی.

د نيدرلېنډ په غونډه کې يو شمېر ټولګي لا پينلې جوړې شوې وې چې پکې حکومتي چارواکو، خبريالانو او د نيوز رومز مشرانو ګډون لرلو. دا غونډه په داسې وخت شوې چې روس د امريکايي ورځپاڼې دي وال سټريټ جنرل خبريال په ماسکو کې د جاسوسۍ په تور نيولی.

په ويناوالو کې د امريکا د نړيوالې ميډيا (يو ايس ای جي ايم) مشره امېنډه بېنېټ هم وه چې د کانګرس په مالي مرسته چلېدونکې د دغې ازادې ادارې او وايس اف امريکا مشري کوي.

اغلې بېنېټ پينل ته وويل “د ټولو غوره لار د ازادې ميډيا د ساتنې او د غلطو معلوماتو د مخنيوي دا ده چې هغه زون په ښه جرنلزم او ښه معلوماتو خړوب کړل شي”.

د دې وينا په ملاتړ د يورپ د خبريالانو اتحاديې لا يورپين فيډريشن اف جرنلېسټس سيکرټري جنرل ريکارډو ګوټيرېز وويل “د غلطو معلوماتو مخنيوی په معياري معلوماتو او اصولي جرنلزم کولی شو”.

دا پينلونه د جمهوريت د دويمې غونډې برخه ده چې وړومبۍ غونډه د امريکا په مشرۍ په کال 2021 کې د انټرنېټ د لارې جوړه شوې وه چې د حقونو غږ ټولې نړۍ ته ورسوي.

د فريډم هاوس د تازه رپورټ تر مخه په کال 2022 کې د ميډيا ازادي راکمه شوې چې د اولس کالو نه مسلسل په کمېدو ده.

رپورټ وايي د اظهار په ازادۍ حملې د جمهوريت د محدود کېدو سره تړلې دي چې په ياد وخت کې په دوامداره توګه روانې دي او د 150 نه په زياتو هېوادونو کې د ميډيا ازادي د فشار لاندې ده.

يو شمېر ګډونوالو غونډې ته وويل په نړيواله کچه د جمهوريت بليک لېسټېنګ د ميډيا ازادي مهمه ګرځوي. د بي بي سي پخوانۍ خبريالې او د غونډې منتظمې نيشا پېلايي وويل “که غواړې جمهوريت وځليږي نو وړومبی پاټکی يې د پرېس ازادي ده”.

د يو ايس ای ايي ډي مشرې سمانته پاور د انټرنېټ د لارې غونډې ته وويل “زورواکي ازاده ميډيا په نخښه کوي ځکه معلومات مونږ ته توان راکوي. څنګه چې دوی وايي دا يو وايرس نه دی بلکې د زورواکو ارادي هڅه ده. دا وخت ازاده ميډيا د ځان ساتنې د چيلنج سره مخ ده”.

روس د اوکرين د جنګ شروع کېدو سره سم د يو شمېر خبري ادارو وېب سايټس چې وي او ای او بي بي سي هم پکې دي بند کړي او ځينې نور حکومتونه هم دغه لار خپلوي چې چرته انټرنټ بندوي او چرته په ميډيا د څار د لارې فشار اچوي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

د چین نه نوی خور شوی وایرس - پاکستان کې یې په اړه اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG