لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې د خیراتي اوړو د وېشلو پر وخت ګڼه ګوڼه کې نور یولس کسان مړه شوي


په کراچۍ کې د خیراتي اوړو د اخېستلو پرسر ګډوډۍ کې د مړو شویو کسانو د کورنۍ غړي د هغوی ویر ژاړي.
په کراچۍ کې د خیراتي اوړو د اخېستلو پرسر ګډوډۍ کې د مړو شویو کسانو د کورنۍ غړي د هغوی ویر ژاړي.

واشنګټن – پاکستاني چارواکو د جمعې په ورځ ویلي، چې په کراچۍ کې د وړیا خوراکي توکو د وېشلو د یوه مرکز مخې ته د خلکو په ګڼه ګوڼه کې لږ تر لږه یولس کسان مړه شوي او پنځه نور ژوبل شوي دي.

پولیسو او مرستندویه کارکونکو ویلي، چې د پېښې قربانیان اکثره ښځې او ماشومان وو.

د خلکو ګڼه ګوڼه د کراچۍ یوې کارخانې مخې جوړه شوې وه چېرې چې د کمپنۍ کارکونکو د روژې په مناسبت خلکو ته د وړیا خوراکي توکو د ورکولو مرکز پرانیستی و.

پولیسو ویلي، په ګڼه ګوڼه کې په سلګونو کسانو چې اکثره یې ښځې وې ټېل ماټېل پیل کړی وو چې له امله یې ځینې نېږدې لختي ته غورځېدلې وو.

د جمعې د ورځې له دې پېښې سره د شخصي او حکومتي بنسټونو لخوا خلکو ته د وړیا خوراکي توکو د وېشلو پرسر ګڼه ګوڼه کې د مړو شویو کسانو شمېر ۲۲ ته ورسېده.

د ۲۳۲ میلینه وګړو دغه هېواد له سختو اقتصادي حالاتو څخه تېرېږي چې په لسیزو کې یې ساری نه و.

د وزیر اعظم شهباز شریف حکومت د روژې له پېلېدو سره میلیونونو غریبو خلکو ته د وړیا اوړو وېشلو لړۍ پیل کړې.

دا په داسې حال کې چې چارواکي اټکل کوي چې په دغه هېواد کې د ګرانۍ کچه له ۴۰ فیصدو څخه زیاته شوې او د اوړو بیه پکې د تېر کال په پرتله ۴۵ فیصده لوړه شوې.

خلکو ویلي، چې په اکثرو ځایونو کې پر خلکو د خوراکي توکو د وېشلو پر وخت ښه نظم نه دی نیول شوی او خلک د دې وېرې له امله ګډوډي او ټېل ما ټېل پیل کړي چې ښايي مفته اوړه به ورته و نه رسېږي.

په خیبر پښتونخوا او پنجاب کې چارواکو د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په ټولیزه توګه د یولسو کسانو د مړینې خبر ورکړی و.

دغه ډول له ټرکونو او د وېش له ځایونو څخه د اوړو په زرګونو بورۍ غلا شوې هم دي.

انتقاد کونکو ویلي، حکومت له خلکو سره د مرستو دغه پروژه په داسې حال کې پیل کړې چې د خلکو د خوندیتوب لپاره یې سم نظم نه دی جوړ کړی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG