پاکستان ويلي، د چین سره تجارتي لاره خنجراب درې کاله وروسته بيا پرانستل شوې او وزيراعظم شهباز شريف ويلي، د خنجراب پرانستو سره د چين، پاکستان اقتصادي راهدارۍ [سي پېک] د رفتار تېزولو په وړاندې بل خنډ لرې شو.
شهباز شريف ويلي، د خنجراب د لارې پرانستل د پاکستان او چين ترمنځ د تجارت د چکټيا دپاره اړين وو.
د پاکستان د سرکاري خبري ادارې [اې پي پي] ترمخه وزيراعظم شهباز شريف ويلي، درې کاله وروسته د پاکستان او چین د لارې پرانستل د خوشالۍ خبره ده او زياته کړې یې ده يو بهرني فنډډ تن د سي پېک لانجمنه جوړولو جرم کړی دی. خو شهباز شريف د کوم تن نوم نه دی اخستی.
د پاکستاني مطبوعاتو ترمخه د حکومتي واکمنه مسلم ليګ ن ګوند مرستيالې مشرې مريم نواز شريف ويلي، د عمران خان په وزيراعظمۍ کې د پاکستان تحریک انصاف حکومت د پاکستان او چين تجارتي هلې ځلې او د سي پېک رفتار اغېرمن کړی وو.
د پاکستان تحريک انصاف ګوند لخوا دغه بيان ته تراوسه پورې کوم غبرګون مخې ته نه دی راغلی.
د اې پي پي ترمخه د خنجراب لاره په کال 2019م کې د کرونا وبا له امله بنده شوې او اوس چې پرانستل شوه د دواړو ملکونو ترمنځ اقتصادي هلو ځلو ته به ترې وده ترلاسه شي.
چېن په پاکستان کې د اربونو ډالرو په لګښت د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ په منصوبه کار کوي او پاکستان دې پروژې ته په سيمه کې د لوبې بدلوونکې منصوبې نوم ورکوي.
امریکا او لویديځ هېوادونو د سي پېک پروژې لاندې په پاکستان کې درنې سرمايه کارۍ ته د اسلام اباد لپاره د چينايي پورونو لومه ويلې خو پاکستان او چين د نړۍ دا اندېښنې رد کړي دي.
د پاکستان لپاره د امریکا سفیر ډونلډ بلوم تېر کال د ستمبر په میاشت کې د پاکستان دې نيوز ورځپاڼې سره په مرکه کې د پاکستان په اقتصادي حالاتو او د چين پاکستان ترمنځ په تجارتي اړیکو او سرمایه کارۍ څرګندونې کړې وې.
هغه ويلي وو اصل ستونزه دا ده چې پاکستان کې څه رنګ سرمایه کاري کېږي، ایا دا سرمایه کاري په منصفانه او مساوي بنيادونو کيږي.
امریکايي سفير ويلي وو د پاکستان موجوده حکومت د اقتصاد بېرته لارې ته د سمولو هڅې کوي او زياته کړې یې وه په پاکستان کې که سرمايه کاري د امریکا وي او که د چين، دا د رڼې او يو شان کره کتنې وروسته کېدل پکار دي.
د مخکني وزيراعظم عمران خان د حکومت يو لوړ پوړي چارواکي په کال 2021م کې تور لګولی وو چې امریکا د سي پېک کاميابېدل نه غواړي خو هغه وخت بيا د سېنېټ د پرمختيا د کمېټۍ مشر سليم مانډي والا ویلي وو د پاکستان حکومت د سي پېک نه په شا شوی او زياته کړې یې وه د چين سفير ورته ویلي وو چې د حکومت د بې غورۍ له امله د سي پېک پروژه د تباهۍ سره مخ ده.