واشنګټن – د امریکا پوځ د ګل یا دوشنبې په ورځ ویلي، دوی په سوریه کې د داعش یو رهبر په هوايي برید کې وژلی دی.
د امریکا د مرکزي قوماندې لخوا په خپور شوي بیان کې د داعش وژل شوی رهبر خالد عیاد احمد الجبوري ښودل شوی.
په بیان کې راغلي، چې جبوري، "په اروپا کې د بریدونو د پلان جوړولو او د داعش د رهبرۍ د جوړښت د ښه کولو مسول و."
په بیان کې دا نه دي ویل شوي چې د ګل یا دوشنبې د ورځې برید چېرې شوی.
په برتانیه کې مېشته د سوریې د بشري حقونو څارونکې ډله وايي، یو کس د سوریې په شمال لویدیځ کې د یاغیانو تر ولکې لاندې د کفتین په کلي کې د ډرون په یو برید کې وژل شوی دی.
د سینکام قومندان جرنال اېرېک کورېلا په بیان کې ویلي، "داعش په دوامداره توګه سیمې او نورو ته ګواښونه جوړوی."
هغه زیاتوي، "که څه هم زور یې کم شوی خو دغه ډله اوس هم دا وړتیا لري چې په سیمه کې عملیات وکړي او له منځني ختیځ څخه د باندې هم د عملیاتو هیله لري."
په بیان کې وړاندې راغلي، چې په برید کې ملکي وګړو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.