لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

استرالیا په حکومتي وسیلو کې په ټېک ټاک بندیز ولګوه


واشنګټن – استرالیا د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل، دوی به په حکومتي وسیلو کې په ټېک ټاک باندې بندیز ولګوي.

له دې سره د هغو هېوادونو نوملړ نور هم اوږد شو کوم چې د ملي امنیت له امله په دغه چینايي اپلېکېشن باندې بندیز لګوي.

د استرالیا لوی سارنوال مارک ډرېفس وویل، دغه پرېکړه یې د هېواد د استخباراتي ادارو په غوښتنه کړې او څومره ژر چې عملي کېږي‌ نو عملي به شي.

استرالیا د پنځو سترګو په نامه د امنیتي اتحاد وروستی هېواد شو چې په ټېک ټېک باندې یې په حکومتي وسیلو کې بندیز ولګاوه او په دې لاره کې د امریکا، برتانیې، کاناډا او نیوزېلېنډ سره یوځای شو.

فرانسې، هالېنډ او اروپايي کمېشن هم دې ته ورته اقدام کړی.‌

ډرېفس وویل، چې حکومت به ځینې استثنات په‌ ځینو قضیو کې تصویب کړي خو بشپړ امنیتي څار به پر ځای وي.‌

ایا د ټېک ټاک بندېدل قانوني دي؟

د سایبر سیکوریټي پوهانو خبرداری ورکړی چې د ټېک ټاک اپ چې په نړۍ کې تر یو بیلیون زیات کارونکي لري کولای شي ټول معلومات راټول او بیا یې د چین حکومت ته ورکړي.‌

یوه سروې وايي، چې په استرالیا کې تر اوه میلیونو زیات خلک ټېک ټاک کاروي چې دا ددغه هېواد له څلورو څخه یوه برخه خلک دي.

د لوی سارنوال دفتر چې د ټېک ټاک د بندیزونو خبر یې ورکړی ویلي، چې په ټېک ټاک باندې د زیاتو معلوماتو راټولول د پام وړ امنیتي خطرې او د پټو معلوماتو د خپرېدو خطر لري.‌

روسان له ټېک ټاک څخه په اوکراین کې د ماسکو پلوې نظریې په ملاتړ کار اخلي:

چین دغه بندیز غندلی دی او ویلي یې دي، چې په دې باندې له استرالیا سره د چین هغه هوکړې چې چینايي کمپنیانو ته به مناسب، روڼ او بې تبعیضه چاپیریال برابروي زیانمنې شوې.

خو د ټېک ټاک په اړه دغه اندېښنې ځکه راپورته شوی چې د چین د ۲۰۱۷ کال په یو قانون کې له کورنیو کمپنیو څخه غوښتل شوي چې ټول هغه شخصي معلومات به له دولت سره شریکوي که چېرې له ملي‌ امنیت سره تړاو ولري.‌

خو پېکنګ دا رد کړې ده چې دغه اصلاحات دې ګواکې د ټېک ټاک عادي کارونکو ته هم کوم ګواښ پېښوي.

خپله ټېک ټاک هم دغه بندیزونه غندلي دي او ټینګار یې کړی چې دوی د چینايي حکومت سره نه دي‌ تړلي.‌

په استرالیا کې د ټېک ټاک کمپنۍ ویاند لي هنټر ویلي، دوی به هېڅکه معلومات چینايي کمپنۍ ته ور نه کړي.‌

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG