لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان واکمن ایتلاف د سپریم کورټ د فیصلې پرضد نن پارلیمان نه د قرارداد منظورولو پرېکړه کړې


دپاکستان حکومتي ایتلاف کې دشاملو سیاسي ګوندونو دمشرانو غونډه کې پرېکړه شوې ده چې پنجاب کې دانتخاباتو په اړوند دسپریم کورټ لخوا دشوې فیصلې پرضد به( نن زیارت) قامي اسمبلۍ نه قرارداد منظوروي.

د وزیراعظم شهباز شریف وینا ده چې سپریم کورټ د دریو مقابله کې دڅلور ججانو پرېکړه نظر انداز کړې اؤ په ایین اؤ قانون پسې چې کومې ټوکې روانې دي هغه د ولس په وړاندې دي.

خو پخواني وزیراعظم اؤ دحکومت مخالفې ډلې پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان بیا ویلي دی چې که اوس حکومت دسپریم کورټ فیصله نه مني نو دا دایین څخه سرغړونه ده اؤ عدالت کولی شي چې حکومت دعدالت په سپکاوي کې راونیسي.

دچهارشنبې په ماسخوتن د واکمن ایتلاف پي ډي‌ ایم دمشرانو غونډه د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ شوې ده چې دپاکستاني رسنیو له مخې په دې غونډه کې د سپریم کورټ د اوړمې ورځې په فیصله سلامشوره شوې ده.

دپاکستان سپریم کورټ دهیواد تر ټولو ستره صوبه پنجاب کې په 14مئ دانتخاباتو کولو امر کړی دی اؤ حکومت ته یې ویلي دي چې انتخاباتو لپاره باید الیکشن کمیشن ته 21 اربه روپۍ ورکړي.

دپاکستان حکومت دسپریم کورټ دا پرېکړه رد کړې ده اؤ دسپریم کورټ درې کسیز بینچ یې دتحریک انصاف ګوند په پلوۍ تورن کړی دی.

پاکستاني رسنۍ وایي دتېرې شپې غونډه کې دپي ډي‌ ایم قانوني ټيم دغونډې برخه والو ته دسپریم کورټ دپرېکړې دبیلابیلو اړخونو په اړوند احوال تېر کړی دی.

د رسنیو له مخې ایتلافي ګوندونو عدالتي فیصله اقلیتي رایې ګرځولې ده اؤ ویلي یې دي چې د درې کسیز بینچ دا پرېکړه متنازعه یا لانجمنه ګڼي.

دپاکستان جیو ټيلي ويژن پخپل رپورټ کې ویلي غونډه کې دپي ډي‌ ایم مشر مولانا فضل الرحمان دپارلیمان دسرلوړۍ لپاره په میدان د ودریدو وړاندیز کړی دی اؤ دمسلم لیګ نواز ګوند مشر میا نوازشریف اؤ دهغه لور مریم نواز دسپریم کورټ درې کسیز بینچ کې دشاملو ججانو پرضد په ریفرنس دایرولو ټینګار کړی دی.

رپورټ کې ویل شوي چې دایتلافي ګوندونو دمشرانو دې غونډه کې ویل شوي چې دفل کورټ په نه جوړولو دانصاف وژنه شوې ده اؤ پارلیمان باید اوس په هر حال کې خپله سرلوړي په نورو ومني.

رسنیو دسرچینو له خولې ویلي دغونډې برخه والو په دې خبره ټینګار وکړو چې که اوس هم سیاسي ګوندونه دمعذرت رویه خپله کړي نو دا به په راتلونکي کې زیات نقصان وکړي.

سرچینې وایي دغونډې برخه والو پرېکړه کړې ده چې دسپریم کورټ دفیصلې ردولو لپاره به نن د زیارت په ورځ دقامي اسمبلۍ نه یو قرارداد منظوري اؤ دپارلیمان سپکاوي ته به په هیڅ صورت غاړه نه ږدي.

دغونډې په مهال وزیراعظم شهباز شریف ویلي چې د ایتلافي ګوندونو مشران به (نن )د زیارت په ورځ بیا خپلو کې راټولیږي اؤ مهمې سلا مشورې به کوي.

شهباز شرف ویلي دي چې سپریم کورټ کې د دریوؤ په مقابله کې دڅلورو ججانو فیصله نظرانداز کړل شوې اؤ په ایین اؤ قانون پسې چې کومه خندا روانه ده هغه ټول قام ویني.

هغه وویل تېره اوونۍ هم ایتلافي ګوندونو د وکیلانو سره غونډه کړې ده،دکابېنې دوه غونډې هم شوې دي اؤ دایتلافي ګوندونو استازو هم د سپریم کورټ دکړنو په اړه هر اړخېزې خبرې په پارلیمان کې کړې دي.

هغه ویلي درې کسیز بینچ دفل کورټ غوښتنه رد کړې ده،دسیاسي ګوندونو لخوا قضیه کې دفریق جوړیدو خواست یې نه دی منلې اؤ ولس پوهیږي چې دا په ایین اؤ قانون پسې یوه ښکاره خندا ده.

خو بل لوري ته بیا دحکومت مخالف ګوند پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان پخپله یوه تازه مرکه کې ویلي دي چې که حکومت دسپریم کورټ فیصله نه مني نو دا دایین نه ښکاره سرغړونه ده اؤ عدالت یې،دتوهین عدالت په اساس رانیولی شي.

هغه ویلي حکومت دانتخاباتو نه په ویره کې دی ځکه چې ورته معلومه که انتخابات وشي نو دوي یې بایلي‌ اؤ دخپل بایلات نه په تېښته کې اوس دهیواد ایین ماتولو ته هم چمتو دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG