د پاکستان الیکشن کمیشن ویلي په ګرد هیواد کې د ووټرانو یا رایې ورکوونکو شمېر تر 12 کروړو اوښتی دی چې دې کې د پنجاب صوبې د ووټرانو شمېر تر ټولو زیات - 7کروړه، 15 لکه، 65 زره او 168 - ښودل شوی دی.
د الیکشن کمیشن شمیرې ښایي چې په خېبرپښتونخوا صوبه کې د رجسټرډ ووټرانو شمېر 2 کروړه، 14 لکه، 15 زره او 490 دی.
د الیکشن کمیشن رپورټ چې د پاکستان بیلابیلو رسنیو خپور کړی، وایي دا مهال په ګرد پاکستان کې 12 کروړه، 56 لکه، 26 زره او 390 رایې ورکوونکي درج دي.
الیکشن کمیشن په وړومبي ځل خپل دې رپورټ کې د ووټرانو د عمرونو کچه هم په ډاګه کړې ده چې د هغې له مخې تر ټولو زیات رایې ورکوونکي د 26 کالو نه تر 35 کالو عمرونه لري چې کچه یې 26 فیصدي ښودل شوې ده.
دا رپورټ ښایي چې پاکستان کې د نارینه ووټرانو کچه 54 او د ښځو ووټرانو کچه 46 فیصدي ده.
د رپورټ له مخې د خېبرپښتونخوا 2 کروړو 14 لکو، 15 زرو او 490 رایې ورکوونکو کې 1 کروړ،16 لکه،93 زره او 219 سړي او 97 لکه ،22 زره او 271 ښځې دي.
په پنجاب صوبه کې د ووټرانو شمېر بیا تر ټولو زیات دی او په دغو 7 کروړو، 15 لکو، 65 زرو او 168 ووټرانو کې 3 کروړه، 84 زره او 87 سړي او 3 کروړه ،31 لکه، 65 زره او 81 ښځې ښودل شوې دي.
په بلوچستان کې بیا د ټولو ووټرانو شمېر 52 لکه،28 زره او 726 ښودل شوې ده .
بلوچستان د رقبې په لحاظ د پاکستان تر ټولو ستره صوبه ده خو ابادي یې بیا تر ټولو کمه ده.
د الیکشن کمیشن د شمیرو له مخې په سیند ایالت کې د رجسټرډ ووټرانو شمېر 2 کروړه، 63 لکه، 96 زره او 53 دی چې دې 1 کروړ ،43 لکه، 24 زره او 780 سړي او 12 لکه،71 زره او 273 ښځې دي.
پلازمینه اسلام اباد کې د 10لکو، 20زرو او 953کسانو نومونه د رایې ورکوونکو په توګه درج دي چې دې کې د سړو ووټرانو شمېر 536،200 او د ښځو شمېر 484،753 ښودل شوی دی.