واشنګټن – اوکرایني چارواکو د شورو یا چهارشنبې په ورځ وروسته له هاغې روس وغانده کله چې په ټولنیزو رسنیو باندې یوه خپره شوې ویډیو کې د کیېف له یو سرتیري څخه سر پرې کېږي.
خبري رسنۍ ددغې ویډیو ريښتیاوالی دمګړۍ نشي تاییدولی. خو د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زېلینسکي په یو ویډیوي پیغام کې ویلي، "یو څه شته چې هېڅکوک یې په نړۍ کې له پامه نشي غورځولی. هغه دا چې دا ځناور څومره په اسانه وژل کوي."
زېلینسکي ویلي، د دغې ویډیو په هکله چې له اوکرایني سرتیري نه پکې سر پرې کېږي "هر څوک باید غبرګون وښيي. دا تمه مه لرئ چې دا به هیر شي. دا وخت به تېر شي."
په ویډیو کې یو کمزوره سړی ښکاري او له مټ نه یې یوه ژېړه پټۍ تاوه کړې کومه چې اوکرایني سرتیري له مټو تاووي. د هغه چېغې اورېدل کېږي مخکې له دې چې یو مخ پتی سړی یې په چاړه باندې سر پرې کوي.
اوکرایني چارواکو ویلي، چې دوی ددغې ویډیو څېړنه کوي چې ښکېل کس پکې وپېژندل شي او هم د قرباني شوي کس پېژندګلو وشي.
د کرېملن ویاند ډیمیټري پېسکوف دغه ویډیو "وحشتناکه" وبلله خو وویل، چې ريښتیا والی یې باید ثابت شي.
د اوکراین د بشري حقونو مشر ډیمیټري لوبېنېت وویل چې دی به وړاندیز وکړي چې د ملګروملتونو د بشري حقونو کمېټه په دې اړه پلټنې وکړي.
لوبېنېت په ټېلېګرام لیکلي، "په عامه د یو بندي سر غوڅول د جینوا له کانوېنشن، نړیوال بشري قانون او د ژوند له بنیادي حق څخه یوه بله سرغړونه ده."
اوکراین په وار وار په روس باندې د جنګي جرمونو تور پورې کړی او دا چې په خپل ۱۴ میاشتني یرغل کې یې په ملکي وګړو بریدونه کړي.
ماسکو وايي، دوی یواځې په پوځي ځآیونو، د برېښنا او اوبو په ودانیو باندې بریدونه کړي.
د جرمونو نړیوالې محکمې د روس ولسمشر ویلادیمیر پوتین له اوکراین څخه د ماشومانو د وېستلو په برخه کې په جنګي جرمونو تورن کړی او د هغه د نیولو حکم یې کړی.
د جګړې لومړۍ کرښې د میاشتو راهیسې په ټپه ولاړې دي او دا مهال د بخموت ښار د جګړې په مرکز بدل شوی.
د روس د دفاع وزارت ویاند ایګور کناشینکوف ویلي، چې د روس ویګنر ځواکونو هلته سیمه نیولې.
اوکرایني چارواکو سمدستي څه نه دي ویلي، خو ولسمشر زېلینسکي ویلي، چې په یاده سیمه کې سخته جګړه روانه ده او د هغه ځواکونه وتلی شي که چېرې له کلابند کېدو سره مخ کېږي.
همدارنګه اوکرایني چارواکو ویلي، چې لږ تر لږه څلور ملکي وګړي هغه مهال وژل شوي کله چې روسي ځواکونو د ژپوریژیا د اټومي برېښنا له کارخونې سره نېږدې بریدونه وکړل.
د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټن د اوکراین له لومړي وزیر ډینیس شمېهال سره په پنټګان کې لیدلي چې له اوکراین سره د امریکا پر ملاتړ خبرې وکړي.
اوکراین ویلي، چې د تېرې ورځې راهیسې یې ځواکونو په ختیځ کې د روسانو ۷۲ بریدونه په شا تمبولي.