لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ازبکستان کې د افغانستان پر حالاتو د شپږو هېوادونو د استازو دوه ورځنۍ غونډه نن پیلېږي


واشنګټن ــــ د افغانستان د شپږو ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران په هغه دوه ورځنۍ غونډه کې ګډون کوي چې نن به په ازبکستان کې پیلېږي او دې غونډې ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم ورغلی دی.

په سمرقند کې جوړېدونکې دې غونډه کې به د افغانستان پر حالاتو خبرې کېږي چې د ازبکستان په ګډون به پکې د روس، چین، ایران، پاکستان، تاجکستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیران ګډون کوي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دې غونډې د جوړېدو لپاره یې بشپړ چمتوالی نیولی او ټاکل شوې ده چې نن د پنجشنبې- زیارت په ورځ پیلېدونکې غونډه کې به د افغانستان په روانو حالاتو خبرې وکړي.

د پاکستان د مملکت مرکزي وزیره حنا رباني کهر هم د یو پلاوي په مشرۍ په دې غونډه کې ګډون کوي.

د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د شورو- چارشنبې په ورځ په یو بیان کې ویلي چې مېرمن حنا رباني کهر به د غونډې په څنډه کې د ګاونډیو هېوادونو له خارجه وزیرانو سره هم وویني:

"د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو مېکنیزم په 2021م کال کې د پاکستان په هڅو پیل شوی چې مقصد یې د افغانستان د حالاتو په اړه د سیمه ییزې همږغۍ پیدا کول دي".

زهرا بلوچ ویلي پاکستان به د یوه پرامنه، ارام، خپلواک، سوکاله او په نړۍ پورې افغانستان د ګډو مقصدونو لپاره د ټولو هڅو ملاتړ ته دوام ورکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت هم په خپل یو بیان کې ویلي چې د خارجه وزیر قین ګېنګ په مشرۍ پلاوی به یې په دې غونډه کې ګډون کوي. وزارت ویلي چین غواړي افغانستان یو ازاد او ټولشموله حکومت ولري او د ګاونډیانو په ګډون له نورې نړۍ سره دوستانه اړیکې ولري.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد وایي، د مولوي امیر خان متقي په مشرۍ د طالبانو د حکومت یو پلاوی هم په دې غونډه کې د ګډون لپاره سمرقند ته رسېدلی دی. هغه پر ټویټر لیکلي:

"په پام کې ده چې د بهرنيو چارو وزير به د ناستې په څنډو کې د سيمې د ځينو هېوادونو د بهرنیو چارو وزيرانو سره دوه اړخيزې ناستې هم ولري".

د افغانستان د بهرنیو چارو مخکیني وزیر حنیف اتمر د سمرقند غونډې ته په یو پرانیستي لیک کې ویلي چې طالبانو په منظم ډول د خلکو د بشري او بنیادي حقونو سرغړونې کړې او خبرداری یې ورکړی چې په افغانستان کې د بشري او سیاسي بحران د پېښیدو خطر دی.

حنیف اتمر د دې غونډې له ګډونوالو غوښتي، پر طالبانو دې فشار زیات کړي چې دغه ډله د خلکو غوښتنې ومني او د دوحې له تړون سره سم پر خپلو ژمنو باندې عمل وکړي.

د 2021م کال د اګست په پینځلسمه چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي پاکستان او د منځنۍ اېشیا هیوادونو په دغه هیواد کې د داعش او ټي ټي پي په ګډون د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه اندېښنې ښکاره کړې ي او پر دې مسئله یې څو غونډې کړې دي.

په دې لړ کې روس د روان کال په فرورۍ کې د افغانستان د حالاتو د ارزولو لپاره د چین، هند، ایران، تاجکستان، قزاقستان، قرغزستان، پاکستان او ازبکستان د هیوادونو د ملي امنیت د سلاکارونو یوه غونډه جوړه کړې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG