د پاکستان ايتلافي حکومت د عدالتي اصلاحاتو په اړوند د سپريم کورټ د [سپريم کورټ پروسيجر اېنډ پرېکټس بل 2023] باندې د عدالت هغه حکم رد کړو په کوم امر کې چې سپريم کورټ په ياده قانوني مسوده عمل کول ودرولي وو.
نن د زیارت په ورځ ايتلافي حکومت د سپريم کورټ د اته کسيزه بنچ ياد امر ته سخت غبرګون ويلی چې په تاريخ کې په لومړي ځل داسې کيږي چې تراوسه پورې نه خو قانون جوړ شوی او نه عملي شوی خو يوه لانجمنه او يو اړخيز بنچ جوړ کړی شو او یاد قانون یې د جوړېدو نه وړاندې ودرلو.
د ايتلافي حکومت په اعلامیه کې ويل شوي، چې سپريم کورټ دغه کار د يوې اندازې او تصور په اساس کړی دی کوم چې نه يواځې د رايج قانون بلکې د منطق هم خلاف دی او دا ټکر ښکاره او سخت مثال دی او دا د عدل و انصاف او سپریم کورټ د شان قتل دی.
ويل شوي، دا اقدام د ايين خلاف او پارليمان اختیار تروړل دي او دا د پاکستان په وفاق بريد او په مشرانو ججانو د عدم اعتماد څرګندونه ده.
ايتلافي حکومت ويلي چې په حکومت کې شاملو ګوندونو ته دا عدالتي بې انصافي منظور نه ده او د دې پرضد به کلک مزاحمت کوي، په سلا سره به د راتلونکې تګلاره جوړوي چې ملک په کوم بحران کې ښکېل دی د هغې نه به یې اوباسي، چې قامي ګټې خوندي کړی شي چې پکې لومړۍ ترجيح د اقتصادي بحالي ده او د پارلیمان د اييني واک دفاع به کولی شي.
له دې وړاندې د پاکستان سپريم کورټ د عدالتي اصلاحاتو په اړوند د پارلیمان څخه منظور شوې قانوني مسوده باندې د عمل نه کولو حکم کړی وو.
د سپريم کورټ اته کسيزه بنچ په ليکلې بڼه حکم کې ويلي وو چې ياده قانوني مسوده ښايي د عدالت په ازادۍ کې لاسوهنه شوې ده. او د عدالت د بل حکم پورې یې په یاده قانوني مسوده د عمل نه کولو ویلي وو.
نن هم له دې وړاندې د پاکستان د سپریم کورټ د مشر قاضي عمر عطا بندیال په مشرۍ بنچ د چیف جسټس د واکونو کمولو او نورو عدالتي اصلاحاتو په اړه د پارلیمان نه د منظورې شوې قانوني مسودې په اورېدنه کې چيف جسټس ویلي وو، کتل به غواړي چې قانوني مسوده د ايین سره په ټکر کې خو نه ده او بیا یې فريقېنو ته نوټسې جاري کړې وې.
خو بل لور ته ايتلافي حکومت کې شاملو ګوندونو د سپريم کورټ د اصلاحاتو په اړوند د قانون د منظورۍ نه وړاندې په عدالت کې چېلنج کېدل او پرې بېنچ جوړېدل رد کړي او غوښتنه یې کړې وه چې په دغه اړوند دې فل کورټ جوړ کړی شي چې د ټولو صوبو ګډون پکې ممکن شي، ادارې دې په اييني حدودو کې پاتې شي.
دغه خبرې د قانون وزير، سېنېټر اعظم نذير تارړ په حکومت کې شاملو ډلود مشرانو سره په خبري غونډه کې کړې وې.
د سپريم کورټ په اورېدنه کې چيف جسټس ويلي وو چې ازاده عدليه ډېره مهمه ده او هغه په زړه کې پارلیمان ته هم احترام لري.
د چیف جسټس عمر عطا بندیال په مشرۍ، جسټس اعجاز الاحسن، جسټس منيب اختر، جسټس مظاهر نقوي، جسټس محمدعلي مظهر، جسټس عايشه ملک، جسټس حسن اظهر رضوي او جسټس شاهد وحيد اورېدنه کړې وه.
ويل شوي عدالت د مرستې دپاره اټارني جنرل، مرکزي حکومت او سياسي ګوندونو ته نوټسونه جاري کړي دي.
د قانون وزیر د سياسي ګوندونو د مشرانو سره په ګډه خبري غونډه کې په روانو حالاتو د افسوس څرګندونه کړې او ويلي یې وو په بنچ کې د خوښې ججان اخستل شوي مشران دوه ججان هم پکې نشته. د قانون وزير د بنچ ماتولو غوښتنه کړې وه.
خو د حکومت مخالفه ګوند پاکستان تحریک انصاف يو مشر فواد چودري په حکومت کې شاملو ګوندونو لخوا د بنچ ردولو بیان ته بغاوت ويلي وو.
د پاکستان پارلیمان په دې وروستیو کې د چیف جسټس د واکونو کمولو او نورو عدالتي اصلاحاتو په اړوند یوه قانوني مسوده د "سپریم کورټ پریکټس اینډ پروسیجر بل 2023" په نوم منطوره کړې او هغه یې د پاکستان صدر ته د لاسلیک لپاره لیږلې وه.
د پاکستان صدر په دغه مسوده د لاسلیک کولو پرځای روانه اوونۍ دا بيرته پارلیمان ته دنظرثانۍ لپاره لیږلې وه خو پارلیمان اوړمه ورځ په دویم ځلي هم د دغه مسودې منظوري ورکړه او صدر ته یې د لاسلیک لپاره بيا ولیږله.
د پاکستان د ایین تر مخه د هیواد صدر که اوس د لسو ورځو دننه په دې مسوده لاسلیک ونه کړي نو دا به پخپله قانوني بڼه ترلاسه کړي.
پاکستاني رسنۍ وایي پاکستان بار کونسل نن سپریم کورټ کې د اوریدنې په مهال د ګرد هیواد عدالتونو کې دکار بندیز اعلان کړی وو.