د عوامي نېشنل ګوند د خېبرپښتونخوا صوبې مشر اېمل ولي خان ويلي، "د امنيتي ادارو لخوا ورته يو ځل بيا خبر ورکړی شوی چې هغه ته سخت امنيتي ګواښ دی".
اېمل ولې خان دغه خبره په ټويټر کړې ده، هغه د امنیتي ګواښ په اړوند نور جزيات نه دي شريک کړي چې ګواښ ورته د چا نه دی؟ خو زیاته کړې یې ده، چې "دا به د چا هسې خيال وي چې په دغه ډول خبرو به زه غلی شم".
هغه ويلي، "زما بيانيه زما نه، بلکې زما د مشرانو او قام ده که څوک پرې خوشاليږي او که په چا بده لګي زما بيانيه به هم دا وي، او زر به په دې اړه قام د ميډيا د لارې خبر کړم".
په اتم اپرېل نوموړي په ټويټر ويلي وو،
"د قامي سلامتي کمېټۍ په غونډه کې د اپرېشن د فېصلو نه وړاندې دې هغه کسان د قانون منګولو ته راوستی شي څوک چې د ترهګرو د بيرته راوستو زمه وار دي، عمران نيازي، عارف علوي، محمود خان، جنرل فېض او بېرسټر سېف دې ونيول شي او د هغو نه دې تپوس وشي چې ترهګر یې چرته اباد کړي دي".
هغه په بل ټویټ کې ويلي وو چې "اپرېشن اخري خبره یا اپشن وي، د اخرۍ خبرې نه وړاندې د ترهګرو د ملاتړو او راوستونکو پرضد څه کارروايي شوې؟ پښتانه به نور د جنګونو خشاک جوړېدو ته نه ورکوو، څو پورې چې ترهګر بيرته راوستونکو ته سزا نه وي ورکړی شوي د هغې پورې د اپرېشن اجازت نه ورکوو".
په اووم اپرېل د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د ملي امنيت په غونډه کې ویل شوي وو، چې د "ټول قوم او حکومت سره په ګډه د ټول اړخيزه کوټلو عملیاتو پېل کولو منظوري ورکړی شوې ده کوم به چې د يوې نوې جذبې او نوې ارادې سره ملک د ترهګرۍ د لعنت نه پاک کړي".
هغه وخت هم د يادو عملیاتو جزيات نه وو شريک کړی شوي خو ويل شوي وو "د پاکستان څخه د هر ډول ترهګرۍ د ناسور د ختمولو دپاره به په دې مجموعي، هر اړخيزه او کوټلو عملیاتو کې سياسي، سفارتي، امنيتي، معاشي او په ټولنیزه کچه هڅې شامل وي او په دغه لړ کې د لوړې کچې یوه کميټي جوړه کړل شوې کومه به چې په دوه اوونیو کې په دې د عمل او حدونو په اړوند سپارښتنې وړاندې کوي".
او دوه ورځې وړاندې بيا د پاکستان د پوځ د کور کمانډرانو غونډه شوې او په اړه یې پوځ ويلي، د حکومت له اړخه د ترهګرۍ ضد منظوره کړی شوې مبارزه کې به د ټول نظام لارې د ملک څخه د ترهګرۍ، تندروۍ يا انتها خوښۍ او بې ثباتۍ عوامل ختمولی شي. خو د مبارزې يا عملياتو نور تفصیل نه دی ويل شوی.
د دغه غونډې نه وړاندې له کیمرو پرته د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د ملي سلامتیا په اړوند غونډه راجوړه شوې وه. د کومې په اړه چې په مطبوعاتو ځینې خبرونه خپاره شوي خو رسمي کومه اعلاميه يا بيان یې مخې ته نه وو راغلی.
د تېر کال نومبر په مياشت کې اېمل ولي خان ويلي وو د ګوند صوبايي جنرل سیکرټري سردار بابک ته یې د ترهګرو لخوا نېغ ګواښونه شوي وو.
نوموړي په صوبه کې د پاکستان تحریک انصاف په تېر حکومت هم سختې نيوکې کړې وې چې مخکني وزيراعلا محمود خان او نورو وزيرانو، مشرانو یې قلنګ یا بهتې ورکړي او په ترهګرۍ چپه خله وو. خو د تحريک انصاف حکومت د قلنګ ورکولو تور رد کړی وو.
د عمران خان په وزيراعظمۍ کې د تحريک انصاف په حکومت اوسنی د پي ډي اېم ايتلافي حکومت هم تور لګوي چې وسله وال یې بيرته راوستلي او پياوړي کړي دي.
د عمران خان په وزيراعظمۍ کې د تحریک طالبان پاکستان سره مزاکرات پېل کړی شوي وو. عمران خان وړاندې دغو تورونو ته په ځواب کې ويلي وو چې د دوی سره د وسله والو سره د خبرو نه علاوه بله لاره نه وه او مجبورا یې بيرته راوستي وو.
عوامي نيشنل ګوند وايي په سيمه کې په بدامنۍ کې د يو سياسي ګوند په کچه تر ټولو زيات تاوان دغه ګوند ته اوښتی دی زیات غړي يې وزل شوي دي.
په کال 2018 کې د عوامي نيشنل ګوند د خېبرپښتونخوا د اطلاعاتو سېکتر هارون بلور په يو ځانمرګي بريد کې وژل شوی وو، د هارون بلور پلار بشير بلور چې د صوبې سينیر وزیر وو په کال 2012 کې هغه هم په ځانمرګي بريد کې وژل شوی وو.
د دغو دواړو بريدونو او ورسره د عوامي نيشنل ګوند د نورو ډېر غړو د وژنو زیاتې زمه وارۍ تحریک طالبان پاکستان منلې وې.