دپاکستان پنجاب اؤ خېبر پښتونخوا صوبه کې دانتخاباتو پسر د راپورته شوؤ عدالتي جنجالونو په ترڅ کې د هیواد د دوؤ امنیتي ادارو مشرانو دسپریم کورټ دچیف جسټس ښاغلي عمر عظاء بندیال سره یوه مهمه لیدنه کړې ده.
ددې لیدنې جذیات که هرڅو لا په رسمي ډول مخې ته نه دي راغلي خو په ټولینزو رسنیو ځېنو فعالینو داسې انګیرنه کړې ده چې ګنې داستخباراتي ادارو مشران دسپریم کورټ دمشر قاضي پوهولو له ورغلي دي چې دعدالتي حکم په اساس په 14مئ پنجاب صوبه کې انتخاباتو ته حالات برابر نه دي
پاکستاني رسنۍ وایي دا اوږده لیدنه دچیف جسټس په چیمبر کې ترسره شوې ده چې پکې د امنیتي ادارو مشرانو دسپریم کورټ مشر قاضي ته هیواد کې دامنیت دموجوده وضعې په اړه احوال ورکړی دی.
وتلي پاکستاني خبریال کامران خان په ټویټر لیکلي هغه ته نه دي یاد چې تر دې وړاندې کله دومره مهمو پوځي مشرانو په ګډ ډول دسپریم کورټ دمشر جج سره په یوه موضوع لیدنه کړې وي.
کامران خان وایي دچیف جسټس سره دې لیدنه کې داستخباراتي شبکې ایي ایس ایي مشر اؤ دپوځي استخباراتي ادارې ایم ایي مشر شامل وؤ.
دا په داسې حال کې ده چې دسپریم کورټ دچیف جسټس په مشرۍ درې کسیزه بینچ دپاکستان تر ټولو لویه صوبه پنجاب کې په 14مئ دانتخاباتو کولو امر کړی اؤ حکومت ته یې دغو انتخاباتو لپاره دپیسو اؤ امنیت ورکولو وینا کړې ده.
دپاکستان مرکزي حکومت صوبو اؤ مرکز کې په یو ځائ دانتخاباتو غوښتنه لري اؤ یوازې پنجاب صوبه کې یې دانتخاباتو په اړه عدالتي پرېکړه رد کړې ده.
پاکستاني رسنۍ وایي دسپریم کورټ دمشر قاضي سره دامنیتي ادارو دمشرانو دلیدنې په مهال دبینچ دوه نور ججان جسټس اعجاز الحسن اؤ جسټس منیب اختر هم موجود وؤ.
رسنۍ وایي په دې لیدنه کې دهیواد په موجوده امنیتي وضعیت. دترهګرۍ پرضد په جګړه،انتخاباتو کې دامنیتي ځواکونو دخدماتو اؤ نورو مهمو چارو په اړوند خبرې اترې شوې دي .
خبریال کامران یوسف په ټویټر لیکلي په شاهراه دستور دپاکستان تر ټولو ستر عدالت کې دشوې دې لیدنې نتیجه چې هر څه را اوځي تر نه ماښامه به یې اندازه ولګي خو که نتیجه یې دتحریک انصاف دهیلو برعکس مخې ته راغله نو انصافیانو دچیف جسټس اؤ دهغه د همخیاله ججانو پرضد ټرینډ له مخکې چمتو کړی دی
سپریم کورټ په 14مئ پنجاب کې دانتخاباتو په اړه خپل حکم کې ویلي دي چې دایین له مخې په 90 ورځو کې انتخابات ضروري دي خو دکورنیو چارو مرکزي وزیر رانا ثناء الله ویلي وؤ چې په هیڅ حال په 14مئ انتخابات نه شي کیدلی.
حکومت دریځ لري چې دا وخت امنیتي ځواکونه په بیلابیلو عملیاتو کې بوخت دي اؤ په 14مئ انتخاباتو لپاره خپل خدمات نه شي ورکولی اؤ نه هم په دغه نیټه انتخاباتو لپاره 21 اربه روپۍ له وړاندې څخه اېښودل شوي دي.
خو حکومت مخالفه ګوند پاکستان تحریک انصاف د حکومت دا دریځ دانتخاباتو ځنډولو یوه بهانه ګرځوي اؤ وایي چې له دې لارې حکومت غواړي انتخاباتو نه تېښته وکړي.
پنجاب کې دانتخاباتو دقضیې په سر دسپریم کورټ دججانو ترمنځ هم اختلافات مخې ته راغلي دي اؤ تېره اوونۍ دپاکستان قامي اسمبلۍ دسپریم کورټ دفیصلې په ضد قرارداد هم په ګډ ډول منظور کړی ؤ.