واشنګټن – یو لوړ پوړي امریکايي ډپلوماټ د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل، په سوډان کې د امریکا د سفارت په کاروان برید شوی، په داسې حال کې چې ده کوښښ کاوه په دغه هېواد کې د دوو جګ پوړو جنرالانو ترمنځ اوربند وکړي.
د اسوسېټېډ پریس خبري ادارې خبر زیاتوي، د دواړو جنرالانو ځواکونه په څلورمه ورځ هم په پلازمېنې خرطوم کې په یوه بل باندې د درنو وسلو بریدونه کوي.
په خرطوم کې په کاروان برید، د اروپايي ټولنې د استازي په استوګنځي برید او د ناروې د سفیر په کور باندې بریدونه څرګندوي چې جګړه نوره هم توده شوې.
په پلازمېنه او نورو لویو ښارونو کې په میلیونونو سوډانیان په خپلو کورونو کې پټ شوي او په واک باندې د قبضې لپاره د دوو ځواکونو ترمنځ جګړه کې اېسار پاتې دي.
تر اوسه یې هره یوه ډله ټینګار کوي چې بله به له منځه وړي.
د امریکا د سفارت په کاروان باندې چې ښکاره پرې د سفارت نخښه وه د ګل یا دوشنبې په ورځ برید شوی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن خبریالانو ته ویلي، لومړني راپورونه وايي، چې برید کونکي د هغې ملیشه ډلې څخه وه چې د سوډان د پوځ پرضد جګړه کوي.
هغه وویل، د کاروان هر کس خوندی دی.
خو سپینۍ ماڼۍ ویلي، چې تر اوسه پورې له سوډان څخه د امریکا د حکومت لخوا د خپلو خلکو د وېستلو لپاره کوم پلان نه شته.
ملګروملتونو ویلي، په سوډان کې د شنبې یا خالي په ورځ د جګړې د پیل راهیسې تر ۱۸۵ زیات کسان وژل شوي او تر ۱۸۰۰ زیات نور ژوبل شوي دي خو دا نه دي ویل شوي چې په دغې مرګ ژوبله کې څومره ملکيان او څومره پوځیان وو.
د سوډان روغتیايي چارواکو د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل، چې لږ تر لږه ۱۴۴ ملکیان وژل شوي او تر ۱۴۰۰ زیات نور ژوبل شوي دي.
کېدای شي د مرګ ژوبلې شمېر تر دې ډېر زیات وي ځکه په خرطوم کې د جګړو له امله په ځینو سیمو کې لا مړي نه دې راټول شوي.
د بهرنیو چارو وزارت د ګل یا دوشنبې په ورځ ویلي، چې بلېنکن په جلا توګه له دواړو جنرالانو، د وسلوالو ځواکونو له مشر جنرال عبدالفتاح برهان او د ار اس اېف له رهبر جنرال محمد حمدان ډاګلو سره خبرې کړي.
بلېنکن خبریالانو ته وویل، "ما ډېره واضحه کړه چې زمونږ پر ډپلوماټو هر ډول برید، ګواښ او خطر د منلو وړ نه دی."
هغه دغه څرګندونې د اوو سترو صنعتي هېوادونو په غونډه کې چې په جاپان کې جوړه شوې کړې دي.
بلېنکن همدارنګه د ۲۴ ساعتونو لپاره د یو بیړني اوربند غوښتنه کړې چې په ترڅ کې یې سولې او خبرو ته بنسټ کېښودل شي.
ډېګلو د نهې په ورځ په یو شمېر ټویټونو کې ویلي، چې له بلېنکن سره یې تر خبرو وروسته یو ۲۴ ساعته بشري تړون تصویب کړی دی.
خو پوځ په یو بیان کې ویلي، چې دوی له منځګړو سره د هېڅ ډول همغږۍ نه لا نه دي خبر او نور سرتېري به له جګړې سره یوځای شي.
پوځ ویلي، چې "جګړه اوس پرېکړنده پړاو ته رسېدلې،" او په راتلونکو ساعتونو کې به ار اس اېف ته "سخته ماته" ورکړي.
د سیمې خلکو ویلي، چې د پوځ نور ټانکونه او زغروال ګاډي د نهې یا سې شنبې وختي خرطوم ته ننوتي چې پوځي مرکزونو او جمهوري ماڼۍ خواته روان دي.
دغه ډول د شپې جنګي الوتکو او د هغوی پرضد ډزو اسمان رڼا کړی وو.
همدارنګه جي سیون په سوډان کې روانه جګړه په کلکو ټکو غندې ده.
د اوو سترو صنعتي هېوادونو ډلې یا جي سیون په سوډان کې دغه روانه جګړه په سختو ټکو غندلې او له ښکېلو غاړو څخه غوښتل شوي چې ژر تر ژره دې له هر ډول شرط پرته جګړه پای ته ورسوي.