لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چین په یو روغتون کې اور لګېدلی، د 26 ناروغانو په ګډون 29 تنه پکې مړه شوي‌ دي


واشنګټن ــــ د چین په پایتخت بېجنګ کې په یو روغتون کې اور لګېدلی دی چې د چارواکو په وینا 29 تنه پکې مړه شوي او 39 ټپیان دي چې وایي په هغوی کې هم د درو تنو حالت ښه نه دی.

تر اوسه دا نه ده معلومه چې په دې روغتون کې د اور لګېدو په وخت د ناروغانو په ګډون څومره خلک موجود وو او د پېښې په نتیجه کې څومره په خوندي توګه ژوندي ژغورل شوي دي.

چارواکي وايي اور د نهې- سه شنبې په ورځ ماسپښین په ځایي وخت شاوخوا یوه بجه د چانګفینګ په نوم روغتون په ختیځه برخه کې لګېدلی دی چې د بېجنګ په لوېدیځ کې د فینګتای په ضلع کې دی.

د فینګتای ضلعې مرستیال مشر لي زونګرونګ د چارشنبې- شورو په ورځ خبریالانو ته وویل چې په مړه شویو کسانو کې 26 بستر شوي ناروغان، دوه د روغتون کارکوونکي او یو د هغوی د کورنۍ غړی شامل دي.

پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې ویډیو کې لیدل کېږي چې ځینې خلک تر کړکیو بهر را وتلي، د روغتون له بسترو د رسۍ کار اخلي او له جګې ودانۍ پرې را کوزېږي او ځینې بیا له کړکیو بهر پر اېرکنډیشن مشینونو ناست لیدل شوي.

چارواکي وایي‌ اور یې په تېزۍ سره قابو کړی دی خو د روغتون د ودانۍ بهرنۍ برخه په لوګیو توره شوې ده.

اې ایف پي خبري ایجنسۍ ته چارواکو ویلي چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي، وایي له روغتون څخه د نورو معلوماتو تر لاسه کولو هڅه یې کامیابه نه شوه ځکه چې وایي ټیلیفون ته جواب نه وایي او ویبپاڼه یې هم بنده ده.

د بېجینګ د ولسي امنیت د دفتر یو چارواکی وایي، د روغتون مشر او د تعمیراتي کارګرو د مشر په ګډون 12 کسان د اور لګېدو په تور نیول شوي چې وایي د هسپتال د ناروغانو په څانګه کې یې د بیارغونې کار کاوه.

لومړنۍ پلټنې ښیي چې کېدای شي اور هغه وخت لګېدلی وي کله چې له ویلډینګ څخه پیدا کېدونکي بڅرکي له سوځېدونکي رنګ سره لګېدلي او هغه اور اخیستی دی.

د رپوټونو له مخې په بېجینګ کې په تېرو دوو لسیزو کې دا د اور لګېدو تر ټولو بده پېښه ده او دې هېواد کې د خوندیتوب معیارونه ډېر ورو پر ځای کېږي چې له کبله یې مرګوني اورونه اوس یو معمول ګرځېدلی دی.

د تېر کال په نومبر کې هم په سینکیانګ صوبه کې د استوګنې په یوه ودانۍ کې اور لګېدلی وو، چې 10 کسان پکې مړه شوي‌ وو او په هماغه میاشت کې په منځني چین کې په یوه کارخانه کې اور لګېدو 38 تنه مړه کړي وو.

یادونه:- د دې رپوټ معلومات له اې پي، اسوسیېټیډ پریس او رویټرز خبري ایجنسیو اخیستل شوي‌ دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG