واشنګټن –اسوسېټېډ پریس- افغانستان ته د امریکايي مرستو د څار ادارې د شورو یا چهارشنبې په ورځ وکیلانو ته خبرداری ورکړ چې افغانستان ته د امریکا مرسته ښايي طالبانو ته روانه وي، ځکه ده د بایډن اداره په دې تورنه کړه چې دده لخوا د پلټنو د هڅو مخه نیسي.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي پلټونکي جان سوپکو د استازو جرګې د څار کمېټې ته په خبرو کې وویل،
"له بده مرغه، همدا اوس چې زه دلته نن ناست یم، زه دا باور دې کمېټې او د امریکا ټکس ورکونکو ته نشم ورکولی چې مونږ دې اوس طالبانو ته پیسې نه ورکوو."
هغه زیاته کړه، "دا باور هم نشم ورکولای چې طالبان دې هغه پيسې چې مونږ یې غریبو افغانانو ته استوو بلې لورې ته نه اړوي."
د سوپکو لخوا دا په زړه پورې څرګندونې په داسې وخت کې شوي چې د استازو د جګرې اکثریت چې دا مهال له جمهوري غوښتونکو یا ریپلېکنز ډلې سره دی د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې له افغانستان څخه د امریکا د ګډوډۍ ډک وتلو په اړه د بایدن ادارې سره حساب کوي.
دا څرګندونې یوه اونۍ وروسته له دې هم شوي چې سپینې ماڼۍ ددغه هېواد د اوږدې جګړې په پای کې د امریکا د پالیسیو په اړه یو ۱۲ مخیزه لنډیز وړاندې کړی، په کوم کې چې د خپلو کړنو لپاره پکې لږ مسولیت منل شوی او ویل شوي چې ولسمشر جو بایډن د پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ پرېکړو باندې په شدیده توګه محدود شوی و.
ریپبلېکنز چې د بایډن لخوا له افغانستان سره چال چلند یو ناورین او "د رهبرۍ کلکه ناکامي بولي" په دغې بیا کتنې باندې نیوکې کړي.
سپینې ماڼۍ په خصوصي توګه دا راپورونه تېره اونۍ کانګرس ته استولي خو دا به په لوړه کچه محرم یا پټ ساتل کېږي او له عامو خلکو سره به نه شریک کېږي.
خو د بایډن په دې بیا کتنه کې راغلي، چې له افغانستان څخه د امریکا له ګډوډۍ ډکه وتنه د ټرمپ غلطي وه.
په هر صورت، سوپکو لومړی په ۲۰۱۲ کال کې کار پیل کړی چې په افغانستان کې د امریکا د لګښتونو څارنه وکړي هغه مهال چې په افغانستان کې زیات امریکایان وو.
خو له افغانستان څخه د امریکایانو له وتلو وروسته د لوی مفتش کار افغانستان ته له اتو بیلینو ډالرو څخه د زیاتو پیسو باندې څارنې ته بدل شو.
هغه د شورو په ورځ کانګرس ته وویل، اوس کار ځکه ډېر زیات سخت شوی چې د بهرنیو چارو وزارت او د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې یا یواسېډ له افغانستان څخه تر وتلو وروسته له هغه سره مرسته نه کوي.
سوپکو له وکیلانو وغوښتل چې اړینو اسنادو ته د لاس رسي په برخه کې له هغه سره مرسته وکړي.