واشنګټن - امریکا دا خبر رد کړ چې ګني د مې میاشتې په اوله او دوېمه نېټه د ملګرو ملتونو په کوربه توب یوه غونډه کې به د افغان طالبانو د حکومت په تسلیم کولو/په رسمیت پېژندلو کوم بحث وشي.
د امریکا یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د زیارت/پنجشنبې په ورځ وي او اې ته وویل: "د دې غونډې مقصد او هدف هېڅکله دا نه و چې د طالبانو په رسمیت پېژندلو باندې په کې بحث وشي او په دې ناسته کې د طالبانو د رسمیت پېژندنې په اړه هېڅ قسم بحث د منلو وړ ندی."
امریکا پس له هغه د طالبانو حکومت تسلیمولو باندې بحث کول په کلکه رد کړل چې د ملګرو ملتونو د سېکرېټري جنرل نایبه امینه محمد په قطر کې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د کېدونکې غونډې جزئیات څرګند کړل او دا یې وویل چې د ناستې په اېجنډا کې به د طالبانو د حکومت تسلیمولو مسئله هم شامله وي.
امینه محمد د گل/دوشنبې په ورځ د امریکا په پرېنسټن یونیورسېټي کې یو سیمینار ته د خبرو پر مهال وویل: "مونږ امید لرو چې هغه واړه واړه ګامونه پیدا کړو کوم چې مونږ بېرته د طالبانو د رسمیت پېژندلو په لاره برابر کړي. په بله وینا، ځیني شرطونه موجود دي."
د ملگرو ملتونو د سېکرېټري جنرل نایبې پخپلو خبرو کې زیاته کړه چې، دا بحث باید ترسره شي، ځکه طالب چارواکي سفارتکاري تسلیمېدل غواړي. هغې ټینګار وکړ چې "دا هغه بیعانه ده چې مونږ یې لرو."
د دوحې ناسته
ټاکل شوې ده چې د قطر په پایتخت دوحه کې د کېدونکې دوه ورځېنۍ ناستې کوربه، د ملګرو ملتونو سېکرېټري جنرل انټونیو ګوټېرش وي او په هغې غونډې کې به د نړۍ د بېلابېلو ملکونو استازي برخه ولري. د ښاغلي ګوټېرش دفتر هم د زیارت/پنجشنبې په ورځ ټینګار وکړ چې د دې غونډې توجو به د طالبانو د حکومت په تسلیمولو باندې نه وي.
د ملګرو ملتونو ویاند، فرحان حق په نیویارک کې خبریالانو ته وویل: "د دې بحث مقصد، کوم چې به د تړلو دروازو تر شا او په خصوصي توګه ترسره کیږي، د موجوده چلېنجونو په وړاندې د یو متحد تره اتفاق رآی جوړول دي."
ښاغلي حق پخپلو خبرو کې زیاته کړه: "یو ضرورت موجود دی چې د افغانستان په اړه د نړېوالې برادرۍ په مشترکو اهدافو باندې یو ځل بیا نړېوال تعامل راژوندی کړی شي."
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د زیارت/پنجشنبې په ورځ غوښتنه وکړه چې ملګري ملتونه دې د افغانستان د خلکو په وړاندې "خپله ذمه واري ادا کړي".
مجاهد د وي او اې سره په ټلیفوني خبرو کې وویل: "اسلامي امارت غواړي چې د رسمیت پېژندنې پروسه دې ژر بشپړه شي. دا به د نړۍ د هېوادونو سره دوه اړخیز باور جوړ کړي او مرسته به وکړي چې ټولې مسئلې چې د سیمې د امن او استحکام په مفاد وي، هغه حل شي."
د امینه محمد وروستیو څرګندونو د مغربي نقادانو او د وطنه جلا افغان فعالانو، په شمول د بشري حقونو د کارکنانو او د پخوانيو حکومتي چارواکو قهرجن غبرګون راوپارولو او هغو په ښځو او جېنکو باندې د طالبانو له خوا د لګول شوو سختو بندیزونو یادونې وکړې.
د امریکا د سنېټ د خارجه اړیکو د کمیټې یو جګپوړي سنېټر، جېم رېش د امینه محمد د خبرو په باب د وي او اې یو خبر ته په غبرګون کې په ټوېټر لیکلي: "ملګري ملتونو ته په کار ده چې راوېښ کړی شي. د طالبانو د رسمیت پېژندلو په اړه هر ډول خبرې، مطلق عبس/مضحکه خیز دي. دا [د طالبانو] قاتل رژیم، د ښځو د کار کولو حق او یا سکول ته یې د تګ حق لا هم تروړي، په داسې حال کې چې په میلینونه افغانان د بشري اړخه ډېر [بدحالت کې] احتیاج پاته دي."
د شورو/چهارشنبې په ورځ، د ملګرو ملتونو یو ویاند سټیفن دوجاریک کوښښ وکړ چې د مېرمن امینه محمد خبرو ته وضاحت ورکړي، او ویې ویل چې د طالبانو د رسمیت پېژندلو مسئله "په ښکاره توګه د [ملګرو ملتونو] د غړو ریاستونو په لاس کې ده"، او ګني مېرمن امینه محمد په نړېواله کچه یو هماهنګه تګلارې په ضرورت باندې ټینګار کولو.
دوجاریک زیاته کړه: "د هغې په هېڅ ډول دا مقصد نه و چې د غړو هېوادونو بغیر دې کوم څوک [د طالبانو] د تسلیمولو اختیار ولري."
د ملگرو ملتونو جنرل اسمبلې چې ۱۹۳ غړي لري، په تېر ډسمبر میاشت کې د دویم ځل دپاره دا فیصله وځنډوله چې هغې اسمبلې کې د افغانستان کرسۍ د طالبانو استازي ته ورکړي او د هغوی حکومت په رسمیت وپېژني او که نه.