لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نواز شریف په سعودي کې له شهزاده سلمان سره د پاکستان پر اقتصادي ستونځو خبرې کړې دي


د نواز شريف او شهزاده محمد بن سلمان دا عکس د 2016م کال دی.
د نواز شريف او شهزاده محمد بن سلمان دا عکس د 2016م کال دی.

واشنګټن ـــــ د پاکستان درې ځله مخکینی وزیراعظم نواز شریف له لندنه تېره اوونۍ د عمرې لپاره سعودي عرب ته تللی او د مرکزي وزیرې په وینا هلته یې له شهزاده محمد بن سلمان سره لیدلي دي، خو سعودي حکومت د دې ملاقات په اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیرې مریم اورنګزېب د جمعې په ورځ پر خپل ټویټر لیکلي چې د نواز شریف او ولیعهد شهزاده بن سلمان د ملاقات پر وخت مریم نواز هم هلته موجوده وه:

"مشرانو د سعودي او پاکستان د ورورۍ اړیکو پر لا ښه کولو او پاکستان ته د ور پېښو ستونځو پر حل کولو خبرې وکړې".

مریم اورنګزېب دا نه دي ویلي چې دغو دوو مشرانو کله او د سعودي په کوم ښار او کوم ځای کې سره لیدلي دي او نه د سعودي حکومت تر اوسه د دې لیدنې په اړه رسنیو ته څه ویلي دي.

مرکزي وزیرې له ټویټ سره د ملاقات کوم عکس هم نه دی خپور کړی او د مسلم لیګ نواز ګوند رسمي ټویټر پاڼې هم تش د نواز شریف، مریم نواز او شهزاده سلمان د لیدو خبره کړې ده.

د پاکستان د ډان انګرېزي ورځپاڼې د خبر له مخې نواز شریف او د هغه لور مریم نواز سعودي ته د اپرېل پر 11مه رسېدلي چې د خپلې کورنۍ له نورو غړو سره عمره وکړي. وایي نواز شریف له لندن او لور یې له پاکستانه ورغلې وه.

مریم نواز د اپرېل په 13مه پر خپل ټویټر دوه عکسونه خپاره کړي چې پکې لیدل کېږي دې توره عبایا یا چادري او نواز شریف احرام اغوستی دی، خو له سعودي شهزاده سره د لیدو خبر او عکس یې نه دی خپور کړی او یواځې د دې ملاقات په اړه د «جیو نیوز» رپوټ یې بیا ټویټ کړی دی.

ډان لیکي چې د نواز شریف او شهزاده سلمان ملاقات په داسې وخت شوی چې پاکستان له شدید مالي بحران سره مخ دی او سعودي له پاکستان سره د پیسو د نړیوالې ادارې ای ایم ایف د تړون لپاره دې ادارې ته ډاډ ورکړی وو چې پاکستان ته به پور ورکړي.

شهزاده سلمان په جنورۍ کې د پاکستان د اقتصادي ملاتړ ډاډ ورکړی وو او د سعودي پرمختیایي فنډ (ایس ډي ایف) ته یې ویلي وو، د پاکستان په سټېټ بېنک کې د جمع پیسو کچه دې 5 ارب ډالره کړي.

دا په تېرو شاوخوا درې نیمو کلونو کې لومړی ځل دی چې نواز شریف له لندنه بهر سفر کړی دی. هغه د 2019م کال په نومبر کې د علاج لپاره لندن ته تللی وو او له هغه راهیسې پاکستان ته نه دی ستون شوی.

نواز شریف په 2018م کال د العزیزیه او اېون فیلډ مقدمو کې د درغلۍ په تور لس کاله سزا شوی او جېل ته هم لېږل شوی وو خو بیا د اسلام اباد هایکورټ په امر د علاج لپاره لندن ته لاړ او تر اوسه هملته اوسېږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG