واشنګټن - هندي پولیسو د اتوار/یکشنبې په ورځ یو بېلتون پاله مشر چې د هند په پنجاب کې یې د سېکهانو دپاره د یو آزاد وطن غوښتنه کوله، ګرفتاره کړ.
امریتپال سنګهـ د تېرې میاشتې راهیسې مفروره و او پولیسو یې د موندلو او ګرفتاره کولو هڅې کولې.
امریتپال سنګهـ په تېر فبروري میاشت کې هغه وخت په قامي کچه د هند د خلکو پام ځان ته ورواړولو چې د هغه سلګونه پلویان د پنجاب صوبې په اجناله سیمه کې د پولیسو په یوې تهاڼې یرغل وکړ. د هغو سره تورې، سوټي او ټوپک په لاسونو کې و او د خپل یو ملګري د خوشې کېدو غوښتنه یې کوله.
د هندي پنجاب پولیسو د اتوار/یکشنبې په ورځ یو ټویټ کې وویل چې امریتپال سنګهـ یې د هغې صوبې په موګا نومي ښارګوټي کې نیولی دی.
د سېکهانو یو مذهبي مشر، جسبیر سنګهـ راډې وویل چې امریتپال سنګهـ په موګا کې د سېکهانو په یو معبد کې د عبادت کولو وروستو، ځان پولیسو ته تسلیم کړ، چې پولیسو بیا ونیو او ځانه سره یې یووړ.
د پولیسو یو افیسر سوک چېن سېنګهـ ګېل وویل چې دوی ته استخباراتي معلومات رسېدلي و چې امریتپال سنګهـ په معبد کې دی، او په همدې اساس یې معبد کلابند کړ. ګېل زیاته کړه: "په تېرو پنځه دېرشو (۳۵) ورځو کې د پولیسو له اړخه پر له پسې جوړو شوو فشارونو، [امریتپال] سنګهـ ته بله لاره نه وه پرېښودلې."
د هندي پنجاب دغه امنیتي چارواکي وویل چې پولیس معبد ته دننه ندي ننوتلي، او داسې یې څرګنده کړه چې امریتپال سنګهـ د معبد نه د راوتلو وروستو نیولی شوی دی. ښاغلي ګېل د امریتپال سنګهـ د پلویانو دا دعوه چې ګني هغه ځان پولیس ته تسلیم کړی یا یې سرېنډر کړی، رد کړې ده.
د پولیس افېسر وینا ده چې امریتپال سنګهـ له ګرفتاره کېدو وروستو، د پنجاب نه په طیاره کې د هندوستان د شمال ختیځ ایالت، آسام یوې سیمې ته چې ډبروګړهـ نومیږي، لېږدول شوی او د عدالتي کاروائۍ پورې به هلته په حراست کې ساتلی کیږي.
امریتپال سېنګهـ دېرش کلن دی، د خپل عمر ډېر وخت یې د هېواده بهر تېر کړی او ځان ته یو سېکهـ تبلیغي وایي. د هند پولیس وایي، هغه او ملګرو یې په پنجاب صوبه کې اختلافاتو ته لمن وهله، د قتل کوشش یې کولو، په پولیسو یې حمله کړې او د پولیسو د کار کولو مخه یې نیوله.
هندي چارواکو په پنجاب صوبه کې د زرګونو په شمېر حکومتي ملېشې ځای پر ځای کړي او د امریتپال سېنګهـ قریب سل تنه پلویان یې هم نیولي دي.
د هند په پنجاب صوبه کې پخوا هم په ۱۹۸۰مو کلونو کې خونړی بغاوت شوی و چې په کې د هند د هغه وخت وزیراعظمې اندېرا ګاندهي خپل سر بایلود. هغه د خپل سېکهـ محافظ له خوا په ګولۍ وویشتل شوه. د مېرمن ګاندهي د وژل کېدو نه پس، د هغې هندو مذهبه پلویانو د هند په شمال کې د سېکهانو په ضد بلوا جوړه کړه.
د هند په پنجاب صوبه کې قانوندان آشویني ډبي وایي د امریتپال سېنګهـ ګرفتاره کېدل به اوس د پولیسو سره مرسته وکړي چې د هغه بېلتون پاله ډله ختمه کړي.
سېکهان په هند کې یو مذهبي اقلیت دی او دوی دعوه لري چې د هندو چارواکو لخوا ورسره تفریقي چلند کیږي.
د ۱۹۸۰مو کلونو په بلواګانو کې څه باندې درې زره (۳۰۰۰) تنان د سختدریځو له خوا په هندي پنجاب کې ووژلی شول. هندي ځواکونو تر ۱۹۹۰ کال پورې هغه بغاوت وچقولو او ختم یې کړل.
هندي پنجاب د هند د ولقې لاندې کشمیر او همدا راز د پاکستان سره شریکه پوله لري. هند په پاکستان دا تور لګوي چې د باغیانو ملاتړ کوي، هغوی تربیه کوي او وسلې ورکوي، مګر اسلام آباد دا تورونه رد کوي.