لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په مکسیکو کې د کډوالو لاریون: احتجاج کوونکو ګواښ کړی چې لویې لارې به بندې کړي


واشنګټن - شاوخوا درې زره کډوال چې په ډله ییزه توګه یې د مکسیکو په جنوبي سیمه کې احتجاجي لاریون پیل کړی دی، د ګل/دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې که حکومت هغوی سره خبرو ته حاضر نشي یا ورته بسونه آماده نکړي، دوی به لارې بندې کړي او یا به ځانونو ته نقصان ورسوي.

دغو کډوالو د اتوار/یکشنبې په ورځ ګواټیمالا سرحد ته نږدې ټپاچولا ښار څخه پیاده لاریون پیل کړ او په ګل/دوشنبې ورځ پنځه وېشت (۲۵) کلومټره لېرې هوهوتان ښار ته ورسېدل.

دغه احتجاج کوونکي کډوال د هغه ډول حراستي مرکزونو تړل غواړي، کوم چې په یو کې یې تېره میاشت اور ولګېد او څلوېښت (۴۰) کډوال په کې مړه شول.

د دې احتجاج یو منتظم، اېرنیو موهیکه وویل چې کډوال به د دې دپاره چې حکومت خبرو کولو ته مجبوره کړي، ځانونه به ووهي یا به د مکسیکو لویې لارې بندې کړي. احتجاج کوونکي دا مطالبه هم لري چې هغوی ته د وتلو ویزه او یا نور دستاوېزات ورکړی شي په کوم چې دوی ځانونه د امریکا سرحد ته ورسولی شي.

د کډوالو دغسې قافلې کلونه وړاندې لیدل شوې وې چې کله فعالانو اکثره د مذهبي روایاتو لاریون جوړولو چې په کې د کډوالو ناوړه حالت او اړتیاوې څرګندې کړې. په کال ۲۰۱۸ کې د دغه قسمه کډوالو یوه لږکۍ ډلې ځان د امریکا تر سرحده پورې هم ورساوه.

دا ځل هم مذهبي لاریون څه وخته مخکې پیل او ختم شو، مګر د یوې ډلې مشر په کډوالو غږ وکړ چې لاریون دې جاري وساتي او ځیني کډوالو سره د لرګیو صلیبونه/کراسونه هم شته دي. اوس مهال په مکسیکو کې هوا ډېره ګرمه ده، او تر مکسیکو سیټي پورې یو زر و دوه سوه (۱۲۰۰) کلومټره لار ده چې دوی پیاده ورباندې روان دي. په کډوالو کې ښځې او واړه ماشومان هم شامله دي. هغوی د حکومت نه غواړي چې دوی ته دې بسونه راولېږي چې په بسونو کې پایتخت ته ولېږدولی شي.

که څه هم دوی وایي چې د مکسیکو پایتخت ته روان دي، مګر پخوا د دغه شان لاریونونو ګډوان وال د امریکا تر سرحده هم مخ ته تللي دي، کوم چې د دوی د سفر مقصد دی. په دې کډوالو کې اکثره د لاتینې امریکا، کیوبا، ونزوېلا، اېکواډور، او کولمبیا شهریان شامل دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG