لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سیند صوبه کې ډاکوانو د بلوچستان شپږ پولیس وژلي دي


دسیند په جیکب اباد سیمه کې ډاکوانو دبلوچستان پولیسو شپږ عسکر هغه وخت وژلي چې دوي د ډاکوانو د ولکې نه دیو تښتول شوي تن په خوشې کولو پسې روان وؤ.

ډان ورځپاڼې لیکلي دا پېښه تېره ورځ دجیکب اباد په جاګیر نومې سیمه کې رامنځته شوې ده اؤ وایي د وژل شوؤ پولیسو تعلق دبلوچستان دجعفر اباد سیمې د اوسته محمد پولیس تاڼې سره ؤ.

دجیکب اباد دپولیسو مشر یا ایس ایس پي ډاکټر سمیر نور چنا دې پېښه کې دشپږو پولیس عسکرو د وژل کیدو پخلی کړی دی چې یو پکې دطیب عمراني په نوم سب انسپکټر هم شامل دی.

رسنۍ وایي ډاکوانو د بلوچستان د روجهان جمالي سیمې نه دفرقان سومرو په نوم یوتن تښتولی اؤ پولیسو غوښتل دهغه د راخوشې کولو لپاره سیمه کې عملیات وکړي.

په دې وروستیو کې دپاکستان په سیند اؤ پنجاب ایالتونو کې امنیتي ځواکونو د ډاکوانو پرضد په پراخه کچه عملیات پیل کړي دي اؤ دسیند حکومت وایي د ډاکوانو پټنځایونه به ختموي.

په موبایل دجینکو غږ د ډاکوانو نوی دام

دپاکستان دسیند اؤ پنجاب صوبو دګډې پولې ترڅنګ سیمه په کچې بلل کیږي چې دلسګونو کالو راهسې دغه سیمه د ډاکوانو په ولکه کې ده اؤ دغه ډاکوان اکثره وخت دهیواد دبیلابیلو سیمو نه دپیسو لپاره خلک یرغمال کوي.

مخکې به دغو ډاکوانو اکثره لویې لارې،بینکونه،دوکانونه اؤ کاروبارونه لوټل خو په دې وروستیو کې مخې ته د راغلو رپورټونو له مخې اوس چې موبایل اؤ انټرنیټ عام شوی نو دکچې ډاکوانو هم دخپل لوټمار بڼې ته تغیر ورکړی دی.

رپورټونه وایي چې اوس زیاتره مهال دا ډاکوان دموبایل اؤ انټرنیټ له لارې دمختلفو سیمو ځوانان دجینکو په په غږ کې پخپل دام کې ګیروي،دغه ځوانان بیا د واده یا دملاقات لپاره خپل ځانته رابلي اؤ هلته یې ډاکوان یرغمالوي اؤ بیا یې د خوشې کولو لپاره دکورنیو نه د درنو پیسو تقاضه کوي.

تر دې مهاله ګڼ شمیر پاکستاني پولیس هم دکچې سیمې ډاکوانو تښتولي اؤ یا یې هم په بریدونو کې وژلي دي.

دکچې سیمه چرته اؤ څومره ده؟

دپاکستان مطبوعات وایي چې دغو ډاکوانو سره دپاکستاني ځواکونو په مقابله کې جدیدې وسلې په لاس کې دي اؤ هغوئ په بشپړ ډول ختمولو کې امنیتي ځواکونه دناکامۍ سره مخ کیږي.

په پاکستاني رسنیو کې مخې ته د راغلو معلوماتو له مخې دکچې سیمه دسیند صوبې د ډهرکي اؤ اوباړو پورې تر100 کلو میټرو پورې غځیدلې چې په منځ کې یې سیند بهیږي اؤ دغلته په ډاکوانو پسې ورتګ کې امنیتي عسکر دستونزو سره مخ کیږي.

دکال 2006م نه دکچې په سیمه کې تر اوسه شپږ ستر عملیات شوي اؤ په کال 2016م کې چې د چوټو په نوم د ډاکوانو دیوې ډلې پرضد دپولیسو عملیات ناکام شول نو بیا په هغه وخت پوځ دغه عملیاتو ته رابلل شوی ؤ ، خو د زیاتو عملیاتو باوجود له دغې سیمې په بشپړ ډول ډاکوان ونه ویستلی شول.

ځانګړې ویډیوګانې

بلوچستان کې د تشدد زیاتېدل: وجه یې څه ده او خلک څه فکرمندي لري؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:48 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG