د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلع لکي مروت کې نن د خالي په ورځ د امن دپاره او د ترهګرۍ په ضد احتجاجي مظاهره شوې او مظاهره چیانو ویلي چې دوی خپله خاوره ناامنۍ ته نه پریږدي او د امن غوښتنه یې کوله.
په لکي مروت ښار کې راجوړه شوې احتجاجي مظاهره کې د بیلابیلو سیاسي ګوندونو،ولسي تحریکونو،مدني ټولنې او ځایي مشرانو سره عام خلک راټول شوي او غوښتنه يې کوله چې د پښتنو په خاوره دې امن ټینګ کړل شي.
احتجاج کوونکي د مظاهرې پرمهال د ترهګرۍ ضد نعرې وهلې او د امن شعارونه یې پورته کول.
دوی په علاقه کې د ترهګرۍ پېښې غندلي او ویلي يې دي سيمه نوره د ناامنۍ زغم نه لري او که بيا دغلته د بدامنۍ کومه پېښه کيږي پرضد به يې ودريږي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين احتجاجي غونډې ته په وينا کې وويل په لکي مروت او سيمه کې عملياتو ته لاره هوارول کيږي چې د نړۍ نه پرې مرستې واخلي او د علاقې د وسايلو تروړلو هڅې روانې دي خو که اپرېشن کيږي نو دوی به يې پرضد ودريږي.
لکي مروت کې په دې وروستیو کې په ګڼ شمېر کې دناامنۍ پېښې شوي او د وسله والو پرضد ځای په ځای د عملياتو او نښتو خبرونه هم مخې ته راغلي چې پکې مرګ ژوبلې هم اوښتي دي.
مظاهرې ته خپله وینا کې ګډون والو پوښتنه راولاړه کړه چې ولې پنجاب کې ترهګري نه شته او پښتانه خپلو سیمو کې د ناامنۍ د لاسه ځپل کیږي .
انعام مروت وويل، د دوی ننی احتجاج يواځې د امن غوښتو دپاره دی، په سيمه کې هره ورځ د ناامنۍ پېښې کيږي، خلک په هدف کيږي او قلنګ اخستل کيږي.
هغه وويل، د دوی د امن په غوښتنه ځينې ادارې خفه کيږي خو د دوی سره د احتجاج او امن غوښتنې نه علاوه بله لار نشته.
احتحاج کونکو وویل دا پرامنه احتجاج یې ځکه کړی چې په سيمه کې يو ځل بيا بدامنۍ سر راپورته کړی او په خلکو کې يې ويره ترهه خوره کړې ده.
احتجاج کوونکو په لکي مروت او د صوبې نورو سیمو کې په نزدې ورځو کې رامنځته شوو د ترهګرۍ د پېښو په سختو ټکو کې غندنه وکړه او وې یې ویل تر دې وروسته چرته هم چې د پښتنو په خاوره کې د ترهګرۍ پېښه رامنځته کیږي هلته به دترهګرۍ پرضد پرلت پیلولی شي.
د عوامي نېشنل ګوند يو ځايي مشر شاهي خان وویل، په علاقه کې جګړه روانه ده خو دوی د ترهګرۍ پرضد د قام سره ولاړ دي او چرته چې هم د ناامنۍ پېښه کيږي دوی به یې پرضد احتجاج کوي.
د خېبرپښتونخوا په بېلابيلو برخو کې د اګست د مياشتې راهسې د بدامنۍ ضد او امن دپاره احتجاجي مظاهرې پېل شوي دي.
دا وروسته له هغې چې له وزیرستان نه تر سوات بیا د وسله والو فعالیتونه زیات شوي او په امنیتي ځواکونو د بریدونو تر ځنګ د عامو خلکو هدفي وژنې کیږي او له خلکو قلنګونه غوښتل کیږي .
په 28 ا اپریل د سوات مټه سیمه کې يوه غټه احتجاجي مظاهره شوې چې پکې د چیف جسټس نه یې په پښتونخوا کې په بدامنۍ د از خود نوټس اخستو غوښتنه کړې وه او ويلي يې دي که پوځ او نورې ادارې په سوات کې امن راولي دوی ورته هرکلی کوي خو نور دې خلکو ته دروغ ونه ويل شي، پوځ وياند مېجر جنرل احمد شریف چودري په 25م اپرېل خبري غونډې ته ویلي وو، د ترهګرۍ پرضد زمونږ کاميابه جګړه به د وروستي ترهګر ختمولو پورې روانه وي.
هغه ويلي وو، د ترهګرۍ پرضد هره ورځ د 70 نه زيات عمليات پوځ، پولیس او نورې ادارې ترسره کوي او دا وخت په پاکستان کې کومه نو ګو ايريا يا ممنوعه علاقه نشته خو په ځینو ځایونو کې د ترهګرو تشکيلات فعاله دي او د هغو پرضد هره ورځ عمليات کیږي.