لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل کې د ښځو احتجاج: طالبان دې په رسمیت نه پېژندل کېږي. ملګرو ملتونو طالبان د دوحې غونډې ته نه دي بللي


واشنګټن ــــ په کابل کې افغانو ښځو په احتجاج کې غوښتنه کړې چې په قطر کې د ملګرو ملتونو په راتلونکې غونډه کې دې طالبان په رسمیت نه پېژندل کېږي، بلې خواته ملګري ملتونه وایي دې کانفرنس ته یې طالبان نه دي ور بللي.

د شنبې- خالي په ورځ په کابل کې شاوخوا 25 مېرمنې را ټولې شوې وې او پر سړکونو یې داسې شعارونه ورکول "جنګېږو، مړه کېږو خو خپل حق به اخلو"، "د طالبانو په رسمیت پېژندنه د نړۍ سپکاوی دی".

پر ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو وېډیوګانو کې لیدل کېږي چې دغو ښځو په لاسونو کې هم لیکلې شعارپاڼې را اخیستې دي او په لوړ اواز وایي دوی خپل حقونه پېژني او تر وخته به غلې نه شي چې خپل حقونه یې نه وي تر لاسه کړي.

فرانس پریس خبري ایجنسۍ وایي د ښځو دغه احتجاج د ښار پر ځای د استوګنې په یوه سیمه کې وو چې وایي تر لس منټه زیات یې دوام ونه کړ، دوی پر ملګرو ملتونو اعتراض وکړ او د طالبانو په رسمیت پېژندل یې د ښځو له حقونو سرغړونه وبلله، ځکه چې وایي "افغانان د طالبانو یرغمل" دي.

ټاکل شوې ده چې په دوحه کې د مې پر لومړۍ او دویمه نېټه د ملګرو ملتونو په کوربتوب او د دې ادارې د عمومي مشر انتونیو ګوتېریش په مشرۍ یو نړیوال کانفرنس وشي، چې پکې به د افغانستان پر حالاتو خبرې کېږي.

د احتجاج یوه ګډونواله شهلا عارفي وایي هیله لري چې نړیواله ټولنه د طالبانو د رسمیت پیژندلو پر ځای د افغانستان ستونځې حل کړي، هغې وي او اې ته وویل د طالبانو رسمیت پېژندل به یې د هېواد خصوصاً د ښځو ستونځې لا زیاتې کړي:

"ښځې یو ځل بیا سړکونو ته راووتلې او د طالبانو د رسمیت نه پیژندلو په اړه یې خپل غږ اوچت کړ او نړۍ ته یې وویل، چې طالبان په رسمیت ونه پيژني".

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک وایي، د اتوار- یکشنبې او ګل- دوشنبې غونډې ته یواځې د افغانستان لپاره د هېوادونو استازي ور بلل شوي دي او طالبانو ته پکې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې:

"سیکرټري جنرل [په افغانستان کې] واکمنو چارواکو ته بلنه نه ده ورکړې".

سټیفن دوجاریک د جمعې په ورځ خبریالانو ته د وویل چې د قطر د غونډې مقصد په افغانستان کې د بشري حقونو، خصوصاً د ښځو او نجونو پر مسله، ټولشموله حکومت، د ترهګرۍ او نشه یي موادو خلاف مبارزې په اړه د یوې دوامدارې تګلارې لپاره ګډ نړیوال هدفونه ټاکل او یو مشترک پیغام ته رسېدل دي.

په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهېل شاهین وایي بي بي سي ته ویلي، په دوحه کې چې د افغانستان په اړه هر ډول غونډه کېږي او د دوی استازي پکې نه وي د مسایلو په حل کې مرسته نه شي‌ کولای.

د ملګرو ملتونو د عمومي‌ مشر مرستیالې آمنه محمد د اپرېل پر 17مه د امریکې په پرنسټن پوهنتون کې په یوه غونډه کې له طالبانو سره د خبرو پر اړتیا ټینګار کړی وو او ویلي یې وو چې ملګري ملتونه په راتلونکو ورځو کې د طالبانو د رسمیت پیژندلو په اړه په یو کانفرنس کې بحث کوي.

د مېرمن آمنه محمد دغو خبرو په افغانانو کې زیاتې اندېښنې را وپارولې او د هغې دا خبره یې د هغو افغانانو سپکاوی وګاڼه چې وایي طالبانو په تېرو کلونو کې وژلي او د ښځو په ګډون د اقلیتونو حقونه یې پخپله څه کم دوه کلنه واکمنۍ کې تر پښو لاندې کړي دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اپرېل پر 27مه په متفقه رایو یو قرارداد منظور کړ چې پکې یې د طالبانو د حکومت هغه بندیز وغانده چې په افغانستان کې یې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د افغانو ښځو پر کار کولو لګولی دی.

د دغه قرارداد مسوده متحده عرب اماراتو او جاپان وړاندې کړې وه چې پکې د طالبانو پر مشرانو غږ شوی چې د ښځو او نجونو پر حقونو لګول شوي محدودیتونه دې "په فوري توګه" لرې کړي، خو طالبانو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا قرارداد ته په جواب کې دا بیا د افغانستان "کورنۍ ټولنیزه مسله" بللې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG