لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډيره اسماعیل خان: پوځي عملیاتو کې د دوؤ ترهګرو د وژلو دعوه شوې ده


امنیتي سرچینې وایي د خېبر پښتونخوا په ډيره اسماعیل خان سیمه کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې لږ تر لږه دوه وسله وال ترهګر وژل شوي دي.

د اتوار/یکشنبې په ورځ امنیتي سرچینو ویلي دا پوځي عملیات د استخباراتي معلوماتو په اساس د ډیره اسماعیل خان په چدوان سیمه کې د ترهګرو د موجودیت په اطلاع ترسره شوي دي.

سرچینو ویلي عملیاتو کې د وژل شوؤ وسله والو تعلق د عسترانه په نوم دسیمه ییزو تندلارو دیوې ډلې سره دی.

په سمدستي توګه نه ده معلومه شوې چې په دې عملیاتو کې امنیتي ځواکونو ته هم څه زیان رسیدلی دی که نه خو امنیتي سرچینې وایي چې اوس هم په سیمه کې د پاکونې عملیات روان دي.

ډیره اسماعیل خان کې د ترهګرو پرضد عملیاتو کې د وسله والو د وژنې دا دعوه په داسې حال کې مخې ته راغلې چې اوړمه ورځ د پاکستان پوځ د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعه لکي مروت سيمه کې د ترهګرو په درېو بريدونو کې د درېوؤ پوځيانو د وژل کیدو پخلی کړی ؤ اؤ دعوه یې کړې وه چې دپوځ لخوا هم په سیمه کې اووه ترهګر وژل شوي دي.

په دې وروستیو کې د خېبرپښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې په امنیتي ځواکونو په ځانګړي ډول په پولیسو دترهګریزو بریدونو لړۍ چټک شوې ده چې په دې بریدونو کې داکثرو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخلي.

د پاکستان پوځ اؤ حکومت تېره میاشت منلې وه چې ترهګرو سره نرمې رویې دوي یو ځل بیا منظم کړي دي اؤ نتیجه یې د تازه بریدونو په شکل کې مخې ته راغلې ده.

د پوځ اؤ حکومت لوړ پوړو چارواکو دملي امنیت دکمیټې غونډه کې دترهګرو په ضد د هر اړخیزو عملیاتو پیل کولو منظوري هم ورکړې وه خو دعملیاتو داعلان په ضد دپښتونخوا دسیاسي ګوندونو اؤ ولسي تحریکونو لخوا دسخت غبرګون مخې ته له راتلو وروسته پوځ بیا ویلي وؤ چې هیڅ نوي عملیات نه پیل کیږي بلکې وړاندې نه داستخباراتي معلوماتو په اساس د روانو عملیاتو لړۍ به نوره چټک کولی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG