واشنګټن ـــــ د افغانستان لپاره د امریکې ځانګړی استازی ټامس ویسټ وایي روانه اوونۍ په دوحه کې د ملګرو ملتونو د غونډې ټول ګډونوال د افغانستان په اړه پر دې خبره متفق وو چې سیاسي خبرې اترې د شته چېلنجونو د حل بنیادي لاره ده.
ملګرو ملتونو د مې پر لومړۍ او دویمه نېټه په قطر کې د افغانستان په اړه د بندو دروازو تر شا دوه ورځنۍ غونډه وکړه، چې تر شل د زیاتو هېوادونو استازو پکې ګډون کړی وو او د دې غونډې مشري د ادارې عمومي مشر انتونیو ګوتېریش کوله.
ټامس ویسټ د پنجشنبې- زیارت په ورځ ناوخته په څو پرله پسې ټویټونو کې د ملګرو ملتونو له خوا د دوحې غونډه ستایلې او یو ځل بیا یې سپیناوی کړی چې دا غونډه د طالبانو د رسمیت پېژندنې په اړه نه وه:
"تمرکز یې د ګډو ګټو په ګوته کول او په ګډه یې پر مخ بېول وو، له نورو موضوعاتو سره سره د ترهګرۍ خلاف مبارزه، د ښځو او نجونو د ځپلو موضوع، ورانوونکی بشري کړکېچ او د نشه یي توکو قاچاق پکې بحث شول".
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دوحې په غونډه کې د افغانانو تر منځ د خبرو اترو وړاندیز ته په جواب کې وایي، چې د افغانانو تر منځ خبرو ته هیڅ اړتیا نه شته. مجاهد طلوع نیوز ته ویلي:
"دا ډول څرګندونې سمې نه دي ځکه چې د افغانستان خلک [زموږ] له نظام سره څه مشکل نه لري او که یې لري هم موږ ورته د حل لاره لرو".
ټامس ویسټ وایي د دوحې په غونډه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر یوناما مشرانو هم ګډون کړی وو او وایي هغوی به له افغانانو سره "حیاتي بشري مرستو رسولو او له طالبانو سره تعامل ته دوام ورکوي".
د تېر کال په دسمبر کې په غیرسرکاري دفترونو کې د ښځو پر کار تر بندیز وروسته طالبانو د اپرېل میاشتې په پیل کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې هم ښځې له کار کولو منع کړې، چې دې پرېکړې په نړۍ کې تود غبرګون را وپاراوه.
پرون د افغانستان مخکیني ولسمشر حامد کرزي او د افغانستان لپاره د یورپي اتحاد ځانګړي استازي توماس نیکلاسن په کابل کې سره لیدلي او د دوحې له غونډې سره سره یې د افغانو نجونو د بندو سکولونو او پوهنتونونو د پرانیستلو او ښځو ته د کار د حق ورکولو په اړه یې خبرې کړې دي.
د حامد کرزي په ټویټر او فېسبوک د پنجشنبې- زیارت په ورځ لیکلي شوي چې په دې لیدنه کې دواړو په افغانستان کې د دایمي امن او ارامۍ لپاره په ملي کچه خبرې اترې ضروري وبللې.
د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوتېریش د دوحې غونډې په پای کې ویلي وو، چې اداره به یې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر حقونو د طالبانو پر تېریو هیڅکله غلې پاته نه شي.
ښاغلي ګوتېریش ویلي وو چې د بشري مرستو په وېشلو کې د ښځو پر کار بندیز به په لکونو انسانان له خطر سره مخ کړي. د نهې- سه شنبې په ورځ ګوتېریش خبري غونډې ته بیا وویل چې دا غونډه د طالبانو د رسمیت پېژندنې لپاره نه وه:
"ګډونوال د افغانستان د ثبات په اړه اندېښنې لري او په دې اړه یې جدي اندېښنې شریکې کړي کوم چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د دایمي شتون په اړه دي چې نه یواځې خپله دغه هېواد، بلکه سیمې او نورې نړۍ ته یو ګواښ ګڼل کېږي."
د ملګرو ملتونو په دې نړیواله غونډه کې افغانستان لپاره د چین، فرانس، جرمني، هند، انډونیشیا، ایران، جاپان، قزاقستان، قرغزستان، ناروې، پاکستان، قطر، روس، سعودي عربن ، تاجیکستان، ترکیې، ترکمنستان، متحده عرب اماراتو، بریتانیې، امریکې، اوزبکستان، یورپي ټولنې او د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړو استازو ګډون کړی وو، خو طالبانو ته پکې د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې.