لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امريکا د بېنکونو په اړه اندېښنو سرمايه کاران اندېښمن کړي دي


واشنګټن- دا د امريکا د تاريخ غټه پېښه ده چې په ملک کې په تېرو دوو مياشتو کې درې غټ بېنکونه ناکامه شوي. دې سرمايه کاران او پيسې جمع کوونکي د خپلو پانګو د تحفظ او د بېنکونو د نظام په حقله انديښمن کړي او ويريږي چرته دا لړۍ نورې داسې پېښې رامنځ ته نه کړي.

تېره اوونۍ د منځنۍ کچې يو شمېر بېنکونو تجربه وکړه چې په لويه کچه يې د کاروبار نرخونه ښکته پورته لاړل او ځينې بېنکونو پکې تر 90 فیصده پورې ارزښت وبايللو ځکه چې سرمايه کاران او په بېنکونو کې پيسې جمع کوونکي د غيريقيني صورتحال سره مخ شوي دي.

دوی ډېر انديښمن دي چې لکه د فرسټ ريپبلک بېنک چې د ګل- دوشنبې په ورځ بند شو او د سېلېکان وېلي بېنک او سیګنېچر بېنک چې په مارچ کې بند شو په رنګ د مسلو سره مخ نه شي.

د جمعې په ورځ سرمايه کاررانو د بېنکینګ سيکټر په اړه څه لږه ډېره حوصله ومونده چې پکې د منځنۍ کچې د ډېرو بېنکونو کاروباري نرخونه بيرته بره وختل. البته په ماحول کې په غټه کچه اندېښنې موجودې دي.

لا تر اوسه د سرمايه کارانو اضطراب دې حد ته نه دی رسېدلی چې په غټه کچه د بېنکونو نه خلک پيسې وباسي ځکه دوی هم وېرېږي د يو بېنک نه د غيرمحفوظ کېدو په وجه پيسې بلې ادارې ته اړول هم خطر لري.

البته د سېلیکان وېلي بېنک د کښېناستلو نه وړاندې د 48 ساعتونو نه هم په لږ وخت کې په ډېره تېزۍ د پيسو ويستلو تجربې کارپوهان وېرولي چې داسې چرته بيا ونه شي.

د نورو هېوادونو برعکس د امريکا د بېنکونو نظام ګڼ اړخيز دی او په زرګونو کمپنۍ خپل بېنک چارټرز لري.

په کال 2022م کې فېډرل ډيپازټ انشورنس کارپورېشن کوم چې شخصي بېنک اکاونټونه بيمه کوي په 4135 شخصي بېنکونو کې ډيپازټس لرل.

امريکا ګڼ شمېر کريډېټ يونينز لري چې د ګټې د کاروبار ادارې نه دي او ټيکس ترې نه اخستل کيږي. په دې ادارو کې لکه د بېنکونو پيسې جمع کيږي، پيسې ترې لېږل کيږي او قرضې هم ورکوي.

په امريکا کې يو ګڼ شمېر بېنکونه د وړې کچې کميونيټي بېنکونه دي چې د يوې محدوده علاقې پورې کار کوي او د اکثرو ډېر کم ښاخونه وي.

د امريکا د بېنکینګ په صنعت کې څلور غټې ادارې په سر کې شمېرل کېږي چې يوه يې جی پي مورګن چيز، دويمه بېنک اف امريکا، دريمه سيټي ګروپ او څلورمه وېلز فارګو ده. د ټولو مشترکه سرمايه د يو ټريلين ډالر نه زياته ده.

د دغو څلورو بېنکونو په اړه انګېرل کيږي دومره غټ دي چې ناکامه کېدلی نه شي. د کښېناستلو په صورت کې به د امريکا حکومت پکې مداخلت کوي چې په لويه کچه د بېنکونو نظام او د امريکا او نړيوال اقتصاد ته زيان ونه رسي.

دا يو عام تاثر دی چې دا څلور بېنکونه ډېر غټ دي او ناکامه کېدلی نه شي خو د ډېر وخت نه دا بحث هم روان دی چې دا مقام د دويمې درجې نزدې هغه شل بېنکونو ته هم ورکول کېدلی شي چې د 100 بيلين او 600 بيلين پورې اثاثې لري؟

د نظام چلوونکو په دې حقله تر ډېره حده د سېلیکان وېلي بېنک، سیګنېچر او فرسټ ريپبلک بېنک د ناکامۍ وروستو اوبه خړې کړي ځکه دا بېنکونه هم د دويمې درجې بنکونه وو.

د سېلیکان وېلي او سیګنېچر بېنکونو په اړه ايف ډي ايي سي اعلان کړی چې د ډيپازټس انشورنس به 100 فیصده ته غځول کيږي چې ټيکنيکلي به دا ايجنسي د هر شخصي لا د کمپنۍ د اکاونټ تر وړومبنۍ 250,000 ډالر پورې پيسې ورکوي.

په ځينو ناکامه مالي پېښو کې ايف ډي ايي سي د کورېج د غځولو منظوري ورکړې چې نظام د اړي ګړي سره مخ نه شي.

کله چې فرسټ ريپبلک بېنک ناکامه شو نو ايجنسۍ د جی پي مورګن چيز سره ډيل وکړو چې دې غټ بېنک ترې ټول ډيپازېټس په دريارلس ميلين ډالر واخستل او پيسه جمع کوونکي يې ټول په ټوله د تاوان نه محفوظ کړل.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG