لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بریدگرو په لاهور ښار کې یو پاکستانی سېکهـ په ډزو ووژلو


اېسوشیټډ پرس - د پاکستان پولیس وايي چې په لاهور ښار کې په موټرسایکل باندې سپرو وسله والو یو پاکستانی سېکهـ په ډزو وژلی او خپله تښتېدلي دي.

د پولیسو وینا ده چې دا حمله پرون د خالي/شنبې په ورځ شوې ده. د وژل شوي تن د پېژندګلو په اړه ویل شوي چې هغه سردار سېنګهـ نومېده او د لاهور په نواب ټاون کې په نښه شوی دی. پولیسو ویلي چې سردار سېنګهـ د سهار له خوا قدم وهلو او محافظ یې هم ورسره و چې ورباندې دا حمله وشوه او په ګولۍ په سر وویشتل شو.

د پولیس افیسر اسد عباس وینا ده چې په دې حمله کې د سردار سېنګهـ محافظ هم زخمي شوی دی.

پولیسو دا نه دي ویلي چې د ښاغلي سېنګهـ سره ولې محافظ ګرځېدلو، او د پېښې په باب یې نور جزئیات هم نه دي وړاندې کړي. تر اوسه هېڅ ډلې د دې حملې ذمه واري په غاړه نه ده اخستي.

د دې نکتې با وجود چې د پاکستان په آئین کې د مذهبي لږکیو دپاره برابر حقونه او د خپل دین د دستورو پرځای کولو آزادي تضمین کړی شوې ده، مګر مذهبي اقلیتونه اکثره د تشدد سره مخ کیږي.

تېره میاشت هم په پېښور ښار کې یو پاکستانی سېکهـ کاروباري او یو عیسایي صفاکار په بېلابېلو دوو پېښو کې په ګولیو وویشتل شول او ووژل شول.

یوه ورځ وړاندې هم په کراچي ښار کې یو د سترګو سرجن او مشهوره هندو ډاکټر په ډزو سره ووژل شو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG