لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عرب لیگ اتفاق وکړ چې شام بېرته په هغه تنظیم کې شامل کړي، مګر په شرطونو سره


واشنګټن - د عرب لیګ خارجه وزیرانو د اتوار/یکشنبې په ورځ د مصر په پایتخت قاهره کې غونډه وکړه او په دې یې اتفاق وکړ چې د لسو کلونو په تېرېدو سره اوس بېرته په هغه تنظیم کې د شام غړیتوب به حاله کړي. د عربي ملکونو تنظیم یا عرب لیګ څه باندې لس کاله مخکې د شام د خانه جنګیو په حوالې سره، په یاد تنظیم کې د هغه ملک غړیتوب ځنډولی و.

د اتوار ورځې په غونډه کې د عربي ملکونو خارجه وزیرانو په دې هم متفق شول چې سوډان کې د روانې شخړې د هوارۍ دپاره د امریکا او سعودي عرب په مشرۍ د امن د هڅو ملاتړ وکړي.

داسې ویل کیږي چې په دې غونډه کې د شام د غړیتوب بیا بحالولو ته د عرب لیګ ټولو ملکونو په یو شان رایه نده ورکړې، او غونډه کې چې د تړلو دروازو تر شا جوړه شوې وه، دا فیصله په اکثریت ووټونو ترسره شوله. دا پرېکړه په داسې حال کې وشوه چې صرف څو ورځې پس د عرب لیګ غونډه د سعودي عرب په پایتخت ریاض کې کېدونکې ده.

د عرب لیګ په بیان کې ویل شوي چې "د شام د شخړې حل، یوه د ګام په ګام موضوع ده" او اول قدم دا و چې د عرب لیګ په غونډو کې شام ته د ګډون حق ورکړی شي.

عرب لیګ زیاته کړې چې دا تنظیم د شام د "علاقایي سالمیت" او له هغه ملک نه "د ټولو خارجي قوتونو د انخلا" ملاتړ کوي.

د عرب لیګ ویاند، جمال رشدي وویل چې د اتوار/یکشنبې ورځې فیصله "په شام کې د شخړې د پای ته رسېدو معنا نه ورکوي، بلکې د [جګړو] د ختم پېلامه ده."

هغه زیاته کړه چې د شام بحران "صرف یوه داخلي شخړه نده، بلکې یوه سیمه ییزه او بین الاقوامي شخړه ده". د هغه وینا ده چې عرب لیګ غواړي د دې شخړې په ختمولو کې خپل کردار ولوبوي، ځکه د شام حالات په زیاترو عربي ملکونو اثر اچوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG